شاته

د ایران د بهرنیو چارو او امریکايي سناتور په لیدنه غبرگونونه

د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د امریکایي دموکرات سناتور کریس مورفي لیدنې غبرگونونه پیدا کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ١٩ (سلواغې ٣٠) د ښاغلي مورفي سره لیدنې ته په اشارې وویل: "دا مسله ددې واقعیت ښکارندوي کوي چې څومره ټرمپ او پمپیو له دې نه ډاریږي چې یو امریکایي سناتور د ایران د بهرنیو چارو له وزیر نه واقعیتونه واوري".

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي چې ښاغلي مورفي پدې کار سره د "لوگن" قانون تر پښو لاندې کړی دی؛ هغه قانون چې عادي امریکایان د یو بهرني دولت سره د امریکا او هغه دولت ترمنځ د هر ډول کړکیچ سر د رسمي دپلوماسۍ له کولو څخه منع کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم هیله څرگنده کړې چې ښاغلی مورفي پدغه لیدنه کې د امریکا موقف غښتلی کړی وي. هغه وویل: "که لیدنه یې کړې وي، نه پوهیږم چې څه به یې ویلي وي. خو هیله من یم چې خپل سیاستونه یې نه، بلکه د امریکا بهرنۍ سیاست یې غښتلی کړی وي".

پدې ترڅ کې سناتور مورفي مونشن ته د خپل سفر په یاداشتونو کې چې خپاره کړي یې دي د ښاغلي ظریف سره د کتنې په اړه لیکلي دي چې: "لومړی دا چې غواړم پوه شم چې د هغه په نظر د قاسم سلیماني وژنې ته غبرگونه خلاص شوي دي که نه، او غواړم هغه ته سل په سلو کې په ډاگه کړم چې په عراق د امریکایي ځواکونو په ضد د ایران پورې مربوط هر ډول تحریک د نه منلو وړ دی."

سناتور مورفي ددغه یاداشت په دوام کې لیکلي دي: "دویم، غواړم د یمن په برخه کې د هغه نه مرسته وغواړم...غواړم هغه ته ووایم چې ایران باید حوثیانو ته اجازه ورنکړي چې د سولې په اړه رامنځ ته شوی فرصت تباه کړي".

د امریکایي ځواکونو له لورې د ایران د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته د تهران او واشنگټن ترمنځ کړکیچ له بل هر وخت څخه سخت شوی دی.