اردوغان: ادلب کې د سوریې پوځ مخنیوي لپاره عملیات پیلوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ډېر ژر به پر ادلبت ایالت د سوریې پوځي برید شنډولو لپاره هلته پوځي عملیات پیل کړي. د سوریې ادلب ایالت د ولسمشر بشارالاسد د هغو مخالفینو په ولکه کې دی چې ترکیه یې ملاتړ کوي.
ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په هره بیه به له سوریې سره پر ګډه پوله پرته سیمه په یوه "خوندي سیمه" بدلوي.
ترکیه غواړي چې د سوریې پوځ او روسان دې له سیمې په شا شي او د اوربند هغو کرښو ته دې ستانه شي چې په ۲۰۱۸ کال کې پرې هوکړه شوې وه.
خو سوریې او روسیې د ترکانو دا غوښتنه رد کړې ده او پر حلب یې درانه بریدونه پيل کړي.
د تېر کال دسمبر له لومړۍ نېټې راهیسې په روانه جګړه کې څه کم یو میلیون وګړي بېځایه شوي دي، چې نیمایي برخه یې ماشومان دي.
ملګري ملتونه وایي، په دې موده کې سلګونه کسان وژل شوي هم دي، چې ډېری برخه یې د سوریې د پوځ او متحدینو د بریدونو قربانیان شوي.
په سیمه کې له پوځي عملیاتو پرته د سختۍ یخنۍ له کبله هم د یوې کنلۍ ماشومې او د اوو میاشتو یو ماشوم په ګډون ګڼ کسان وژل شوي.
ملګري ملتونه وایي، په سیمه کې د جګړې له کبله خلک اړ شوي چې په سخته یخنۍ کې خپلې سیمې پرېږدي، خو د خوندي سیمو موندل نور هم ګران شوي.
سرمنشي انتونیو ګوتیرش په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې سملاسي اوربند وکړي.
د ادلب ایالیت یو شمېر سیمې د هغو جنګیالیو مرکز بلل کېږي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ولسمشر بشارالاسد حکومت پر ضد جنګېږي.
وروستیو جګړو کې د خلکو د بېځایه کېدو له کبله د دې سیمې نفوس درې میلیونه وګړو ته رسېدلی، چې یو میلیون پکې ماشومان دي.
ترکیه د ولسمشر اسد د مخالفینو ملاتړ کوي، او وېره لري چې د خلکو بېځایه کېدل به په ترکیه کې دننه د کډوالو ستونزه پراخه کړي.
- 'سوریه کې اسراییلي برید ایراني ملېشه وژلي'
- 'سوریه کې د روسیې بمبارۍ ماشومان وژلي'
- سوریه: له ادلب سیمې سلګونه زره ملکي کسان تښتېدلي
ترکیې د هغې هوکړې له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د روسیې په منځګړیتوب لاسلیک کړې وه، په حلب کې د وضعیت څارلو لپاره خپل پوځیان ځای پر ځای کړي دي.