BBC
 شاته

صدیقي: په نوي حکومت کې به اجرائيه ریاست نه وي

د انځور حقوق GMIC AFGHANISTAN
Image caption صدیق صدیقي وایي، په نوي حکومت کې به د اجرائیه ریاست جوړښت نه وي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه چې ټاکل شوی ولسمشر لوړه وکړي او نوی حکومت رامنځته شي، د اجرائیه ریاست جوړښت به نور له منځه ځي. ښاغلی صدیقي وایي، ولسمشر غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اجرائیه ریاست د برخلیک په اړه دا خبره ولس ته سپینه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبه د څو میاشتو له ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.

خو د ټاکنو بل مهم نوماند عبدالله عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل ټول شموله حکومت به جوړوي.

اجرائیه ریاست همدا راز نن چارشنبه په یوه مکتوب کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي ممنوع الخروج دي او له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د قانون له مخې یوازې ستره محکمه او لویه څارنوالي دا حق لري چې یو څوک ممنوع الخروج اعلان کړي.

د ولسمشر غني او جنرال دوستم تیلیفونې خبرې:

د انځور حقوق FARAHMAND FACEBOOK
Image caption ولسمشر غني جنرال دوستم سره خبرو کې ویلي چې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه غواړي

بله خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه له خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره تیلیفوني اړیکه نیولې.

د ښاغلي صدیقي په وینا، ولسمشر غني جنرال دوستم ته ویلي چې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه غواړي او له ټولو سیاسي ډلو تمه لري چې یو بل ومني او ملي وحدت څرګند کړي.

ښاغلی صدیقي وروسته له هغه دا سپیناوی کوي چې جنرال دوستم نن چارشنبه جوزجان کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جلا حکومت جوړولو ملاتړ یې وکړ.

خو جنرال دوستم د خپلو خبرو پر مهال دا هم ومنله چې ولسمشر غني سره یې پر تیلیفون ښې خبرې کړې دي او ښاغلي غني ورنه غوښتنه کړې چې د نظام ملاتړ وکړي.