شاته

اشرف غني: د سیالۍ او حریفۍ شېبې تېرې شوي، له ولس سره په ګډه دولت جوړوم

محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا د 'جمهوریت' بریا یاده کړه او په دولت کې یې د بېلابېلو خواوو د ګډون ډاډ ورکړ.

ښاغلی غني وايي، له دې وروسته هېڅ‌چا ته د رقیب په سترګه نه‌ګوري، له ولس سره په ګډه دولت جوړوي او د ولس په هر درد کې به ځان شریک ګڼي.

ښاغلي غني په ټاکنو کې د ده د بریا تر اعلان وروسته پرون سې شنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» ماښام په ارګ کې د خپلو پلویانو یوې غونډه ته وویل، پخوا بریا په تورو ګټل کېده، خو اوس په ټاکنو.​

افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

نوموړي وویل، په راتلونکو ورځو کې د خپل دولت اساسي کرښې له خلکو سره شریکوي، له طالبانو سره سوله او د بې‌وزلۍ ټغر ټولول‌یې د کارونو په سر کې دي او ټینګار یې وکړ چې ټیم‌یې د وېش پر ځای د ګډ تصمیم تګلاره غوره کوي.

ښاغلی غني زیاتوي: "هېڅ‌چا ته دې ټیم بد او رد نه‌دي ویلي، موږ هېڅ پل نه‌دی الوزولی، ځکه ټول افغانستان زموږ ولس دی، نن انتخابات خلاص شوي دي، نن د ملي وحدت، اتفاق او همغږۍ ورځ ده، په ټولو غږ کوم چې د سیالۍ او حریفۍ شېبې تېرې شوې، نن ورځ د ګډون وخت دی."

ټاکنو کمېسیون له نږدې پنځه میاشتني انتظار وروسته پرون د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ رایو په ګټلو منتخب ولسمشر اعلان شو.

تر محمد اشرف غني وروسته ډېرې رایې عبدالله عبدالله او بیا ګلبدین حکمتیار وړې دي.

په ټاکنو کې د محمد اشرف غني نږدې سیال عبدالله عبدالله بیا د کمېسیون له‌خوا علان شوې پایلې پر ولسواکۍ کودتا او ناقانونه بولي او د خپل ټیم د بریا اعلان‌یې وکړه.

ښاغلی عبدالله وايي: "کومه پایله چې دوی نن اعلان کړه، د ټاکنو د غلا پایله ده، دا پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له ارادې سره خیانت و، موږ دا نتیجه له بنسټ او ریښې ناقانونه بولو، د رڼو او بایومټریک شویو رایو له مخې د «ثبات او هم‌پالنې» ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، موږ ټول‌شموله حکومت جوړوو."

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه ښځو له ګډونه مننه وکړه.

ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې دوی دې هم د وسلې پر ځای د ټاکنو له لارې قدرت تمثیل کړي.

د ټاکنو کمېسیون له‌خوا د پایلو اعلان په ظاهره د خلکو انتظار پای ته ورساوه، خو دې خبرې له خلکو سره د احتمالي ګډوډۍ او نانندریو وېره پیدا کړې چې عبدالله عبدالله هم ځان بریالی اعلان او د حکومت د جوړېدو خبره‌یې کړې ده.

بل لور ته طالبانو په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کې "خاورې شیندل" بللي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جعلي ټاکنو" په نتیجه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې ده.