شاته

د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو پر ضد عملیات ګړندي کړي

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد خپل ملت ته په وینا کې وویل، هڅه کوي د هغه هیواد ټولې سیمې د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راولي.

د سوریې پوځیانو په حلب او ادلېب ولایتونو کې د یاغیایانو پر ضد بریالي عملیات ترسره کړي دي.

خو د دوشنبې په ورځ د ( فبروري ۱۸ مه ) د ترکیې د سرحد په ۳۰ کیلومتري کې د حلب ښار په شمال کې د روسیې او سوریې د حکومتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې څو ملکي کسان ټپیان شوې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د روان میلادي کال د جنوري له لومړی نیټې څخه د سوریې د حکومتي ځواکونو په علمیاتو کې ۲۹۹ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند رابرټ کولویل چې نن د سوریې د بشري کړکیچ په اړه په ژنف کې خبري کولې وویل، شاوخوا ۹۳ سلنه ملکي کسان د سوریې او د متحدینو په علمیاتو کې یې وژل شوي دي.

د سوریې حکومتي ځواکونه وايي دوی د حلب ښار په شمال لویدیځ کې ګڼ شمیر سیمې نیولې او له ملیشو څخه به د نورو سیمو د پاکولو لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

وروسته له هغه چې د سوریې حکومتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ ( فبروري ۱۷ مه ) د پلازمینې دمشق او په جنوب کې د لوی ښار حلب ترمنځ شاهراه ونیوله، سخته جگړه پیل شوه خو جمهور رئیس بشارالاسد په حلب کې د بریا اعلان وکړ.

اسد زیاته کړه په ادلیب کې د حکومت ضد یاغیانو په وړاندې چې د ترکي ځواکونو ملاتړ لري جګړه پای ته نده رسیدلې.

ترکي چارواکو د روسیې په ملاتړ د سوریې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو د درولو په هدف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې له روسیي چارواکو سره خبري اتري وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو وویل، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره یې په خبرو کې ویلي چې په ادلیب کې عملیات باید ودروي او یو داسې پایداره اوربند وي چې هیڅکله سرغړونه ورڅخه ونشي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له سوریې سره په سرحد کې د پوځیانو په ځای پرځای کولو سره خبرداری ورکړ که د سوریې پوځیان ونه وځي نو پوځي اقدام به وکړي.

ادلیب په سوریه کې د یاغیانو وروستی لوی مرکز دی او بشارالاسد ژمن دی چې بیرته یې د حکومت تر کنټرول لاندې راولي.