عبد الله : ټاکنې موږ ګټلي، ټول شموله حکومت جوړوو
د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې نوماند عبد الله عبد الله د ولسمشریزو ټاکنو پایلې رد کړې، ځان یې بریالی اعلان کړ او د خپل حکومت جوړولو هوډ یې څرګند کړ.
ښاغلي عبد الله چې د ټاکنو د پایلو له اعلانه څو ساعته وروسته یې د خپلو پلویانو غونډې ته وینا کوله وویل هغه درې سوه زره رایې چې دده ټاکن ډلې بې اعتباره ګڼلې وې، بې اعتباره دي او د ټاکنو کمیسیون له خوا اعلان شوې پایلې نه مني، ځکه دا پایلې د ده په وینا له بنسټه ناقانونه دي.
ښاغلي عبد الله د ټاکنیزو کمېسیونونو هغه غړو ته په اشارې سره چې د ده د ادعا له مخې پيسې یې اخستې او یا بله تمه ورکړل شوې " ملي خیانت کړی. "
د ثبات او همپالې ډلې نوماند له ټولو هغو چې دده په وینا پر ولسواکۍ باور لري وغوښتل چې د دې ټاکنو پایلې دې نه مني.
ښاغلي عبد الله وویل د ثبات او همپالنې ټاکن ډله ګټونکې ده، نو ځکه " خپله بریا اعلانوي او ټول شموله حکومت جوړوي.
د طالبانو غبرګون
بل لورته افغان طالبانو د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلو ته په غبرګون کې ویلي، "دا یوه جعلي پروسه وه" او تر هغې چې "اشغال نه وي ختم شوی هېڅوک نشي کولی چې ځان ولسمشر اعلان کړي."
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشر غني بیا ټاکنه د سولې له روان بهیر سره په ټکر کې ده. د طالبانو په وینا په دې شرایطو کې ټاکنې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی.
داسلامي جنبش ګوند غبرګون
د جنرال عبد الرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د ټاکنو پایلو اعلان ته په غبرګون کې وویل دا پایلې اسلامي جنبش ګوند ته چې ټاکنو کې د عبد الله عبد الله ملاتړ کړی، د منلو نه دي.
ښاغلي ته ینج طلوع نیوز خبري چینل سره مرکه کې وویل اعلان شوې پایله " واقعي رایې نه ده بلکې د خلکو واقعي رایې د ثبات او همپالنې ډلې ګټلي دي. "
د اسلامي جنبش ګوند ویاند تور ولګاوه چې "د ټاکنو کمیسیون غړو د ځینو تمو او ګواښ په مقابل کې دا پایله اعلان کړې ده. "
ښاغلي ته ینج وویل په نږدې راتلونکې کې به د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې له خوا د اعلانیدونکي حکومت پوسټونه په ډاګه شي.
د عطامحمد نور غبرګون
د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور پر فېسبوک د عبدالله عبدالله له ډلې غوښتي چې "د بحران له رامنځ ته کولو دې ډډه وکړي او خپله انرژي دې د سولې او امنيت ټينګولو کې ولګوي".
له بریا وروسته د غني څرګندونې
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریا د ولس وبلله، ښاغلي له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټآکنو کې یې برخه اخستې ده.
ښاغلي غني پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې اوس : " د سیالۍ شېبه پای ته رسیدلی او نن د اشتراک ورځ ډه. "
افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو. "
افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."
د رحمت الله نبيل غبرګون
په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند رحمت الله نبیل د پایلو اعلان ته په غبرګون کې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې "نن په افغانستان کې د ولسواکۍ د مړینې ورځ ده."
نبیل چې په ټاکنو کې یې د نژدې ۳۴ زره رایو په تر لاسه کولو څلورم ځای خپل کړی د پایلو اعلان "په افغانستان کې د سختو کړکېچونو د پيل" په معنی بللی.
له پښتونخوا غبرګونونه
د پاکستان د ملي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن دوړ افغان ولسمشر ته د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ویله او هېله یې ښودلې ده چې ښاغلی غني وکولی شي په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي.
ښاغلي دوړ له خلکو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې برخه واخسته ، هغه دا د خلکو بریا وبلله او خلکو ته یې ددې بریا مبارکي وکړه.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه بل غړي علي وزير پر ټوېټر ليکي،"هيله ده چې د دويم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني اعلان به په سيمه کې سوله او هوساينه راولي".