BBC
 شاته

لبنان کې د سلیماني مجسمه؛ "لبنان ستاسې تر سلیماني لوی دی"

قاسم سليماني د انځور حقوق Getty Images/BBC

د لبنان "مارون الرأس" ښار کې د ایران د قدس ځواکونو د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د مجسمې نصبولو په سیاسي او ولسي ډګر کې پر خواله رسنیو توند غبرګونونه پارولي دي.

حزب الله ډلې څو ورځې وړاندې د سلیماني یوه لرګینه مجسمه نصب کړې، چې په لاس د لبنان - اسراییلو پولې ته اشاره کوي او تر شا یې د فلسطین بیرغ دی.

د هویت شخړه

ځینو لبناني ټوېټر کارنو د حزب الله پر دې کړنې نیوکه کړې او په خپل هېواد کې یې د ایراني قومندان د مجسمې نصبول ناسم عمل بللی دی.

ځینو ویلي، په دې هېواد کې د داسې یوه پوځي مشر مجسمه جوړېږي، چې له سوریې او عراقه د زرګونه ولسي وګړو د کوچېدو لامل شوی.

همدارنګه، دې مجسمې په لبنان کې د هویت په تړاو بحث راپارولی، ځینې خبریالان او فعالان په دې اند دي چې حزب الله غواړي "له ایران سره خپله خواخوږي په ډاګه کړي، خو خپل هویت یې هېر کړی دی."

ځینو د سلیماني مجسمې ته په اشاره لیکلي، "لبنان ستاسې تر سلیماني لوی دی".

د سعد الحریري د حکومت یوې پخوانۍ وزیرې او خبریالې مي شدیاق د هوايي ډګر پر سړک د خمیني د عکس تر لګېدو وروسته پوښتلي، "حزب الله په جنوب کې د قاسم سلیماني مجسمه نصب کړې! د لبنان د هویت پر بدلولو ولې ټینګار کېږي؟"

وړاندې هم د بیروت هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک د سلیماني انځورونه لګول شوي وو، چې ځینو دا کار سخت غندلی و.

لبنانیانو هغه مهال ویلي وو، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړې تاو باید لبنان کې د وضعیت د ترینګلتیا لامل نه شي.

قاسم سلیماني د تېرې جنورۍ پر درېیمه، له سوریې نه د عراق بغداد ته تللی او هلته هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا بې پیلوټه الوتکې وواژه.

د سلیماني د مجسمې لیرې کېدو د غوښتنې مقابل کې، ځینو ټوېټر کارنو غوښتنه کړې، چې د لبنان سړکونه دې د ملي، فرانسوي، منځني ختیځ او نورو بهرنیو شخصیتونو په نومونو ونومول شي.

ځینو بیا د حزب الله د دې عمل دفاع کړې او وايي چې حزب الله "د مقاومت او د هغو ولسونو استازیتوب کوي چې ازادي او بریا غواړي."

دا مهال لبنان کې کم‌ساری مالي کړکېچ روان دی، چې ورسره د ژوند د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

په لبنان کې د عمومي پور کچه کابو ۹۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.