BBC
 شاته

پاکستانۍ ښځې لرونکو افغانانو ته ولې د پاکستان تابعیت نه ورکول کېږي؟

افغان کډوال، پاکستان

له ۱۹۸۰ کال راهیسې نژدې درې مېلیونه افغان کډوال پاکستان کې مېشت دي. له دوی یې ډېر ځان د پاکستاني ټولنې برخه ګڼي. په دې موده کې د ځينو افغان او پاکستاني کورنيو تر منځ دوستۍ هم هم شوې دي.

ځینو افغان مېرمنو له پاکستاني سړو او يو شمېر افغان سړو له پاکستاني مېرمنو سره ودونه کړي، خو د پاکستان حکومت له پاکستاني مېرمنو سره د افغان کډوالو واده کوونکو لپاره د تابعیت ورکولوو هېڅ کوم قانون نه لري. دغه حالت سره مخ افغان کډوال اوس د خپلو کورنیو راتلونکې ته اندېښمن دي.

صفي الله کجوري وايي: "زما مېرمن پاکستانۍ ده، اوس زه د خپلو ماشومانو فکر اخیستی يم. که پاکستان موږ ته د دې هېواد تابيعت نه راکوي، نو داسې کارډ دې راکړي چې هر وخت د وېزې اخیستو له لانجې خلاص شو."

له هېواده بهر څلور لسیزې کډوالي - خو پاکستان کې مېشت افغان کډوال لا هم شکایت کوي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه کډوال وايي، تر ټولو لویه ستونزه یې د ماشومانو د زدکړو لپاره د مناسب چاپېریال او فرصت نشتوالی دی.

دا ماشومان په ښوونځيو کې آن پوره درسي کتابونه هم نه لري.

د پيښور د بي بي مريم عالي ليسې مشر حاجي امان الله نصرت وايي:

"د کتابونه نشتوالی لويه ستونزه ده، زموږ په هلو ځلو افغان حکومت تېر کال درسي کتابونه راولېږل، خو هغه په تورخم کې تراوسه بند پاتې دي. د يو آين ايچ سي ار په ښوونځيو کې هم ډېرې ستونزې دي."

په تېرو څلورو لسیزو کې ګڼو افغان کډوالو پاکستان کې خپل کاروبارونه جوړ کړي. که څه هم د پاکستان حکومت وايي - د افغان سوداګرو لپاره د یوه منظم پلان پر جوړولو غور کوي، خو د افغان سوداګرو غوښتنه دا ده چې دوی ته دې کاروبار کې اسانتیا لپاره ځانګړي اسناد ورکړل شي."

په بورډ بازار کې افغان سوداګر عبدالرحمن وايي:

"زما د وېزې ختمېدو دوې مياشتې پاتې دي، اوس به زه بيا وېزه له ځم څلور پنځه ورځې به زه په کابل او زړه مې په دوکان کې وي. چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د پاتېدو موده د درېيو يا شپږو مياشتو لپاره وغځوي، نو له هغې سره هم زموږ کاروبار سخت اغېزمنېږي."

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې اعلان کړی و چې افغان سوداګر به بانکي اکونټ جوړولی شي، خو افغان سوداګر وايي، په دغه کار کې اوس هم لا ډېره ستونزې دي. پاکستان کې افغان کډوال په خپل نوم د کور اخیستلو حق هم نه لري.

Image caption پاکستان کې د افغان غالیو اوبدلو دود ډېر شوی دی.

د پېښور کارخانو کې افغان سوداګر محمد يحيی عارف وايي:

"موږ بانک کې اکونټ نه شو پرانیستلی، هغه سوداګر چې د حج وس ولري د پاسپورټ د نشتوالي له کبله حج ته نه شي تللی. که افغان پوليس یوڅوک ونيسي او محکمه خوشي کولی شي، خو موږ هم د کور يا جايداد اسناد نه لرو چې د هغه ضمانت وکړو نو هغه بيا په زندان کې پروت وي. پاکستان کي د کور يا د جايداد په اسنادو ضمانت کېږي."

پر دغو ټولو سربېره، افغان کډوال دا شکایت هم کوي چې وخت نا - وخت د امنيت او يا د اسنادو د نشتوالي له کبله د پاکستان امنيتي سرتېرو لخوا هم ځورول کېږي.