BBC
 شاته

د هندي نجونو لوړه: نه مینه کوو، نه په مینه واده!

ښوونکو يې له زدکوونکو ژمنه اخیستې او د لوړې په توګه يې د دې ویلو ته هم اړ ایستې دي چې هيڅ داسې کس سره به واده نه کوي چې جهېز غواړي د انځور حقوق NITESH RAUT
Image caption ښوونکو يې له زدکوونکو ژمنه اخیستې او د لوړې په توګه يې د دې ویلو ته هم اړ ایستې دي چې هيڅ داسې کس سره به واده نه کوي چې جهېز غواړي

د هند د لویديځ ایالت مهاراشټرا په امراوتي سيمه کې د یوه ښځينه کالج مسوولانو خپلو زدکړیالانو ته قسم ورکړی چې هېڅکله به مینه نه کوي.

دا پېښه د وېلنټاین (د فبروري ۱۴مه د ۲۰۲۰ کال/ ۲۵ سلواغه ۱۳۹۸) یا د مینې د ورځې په مناسبت د چاندور ښار د ښځو د هنر او سوداګرۍ کالج کې شوې.

ښوونکو يې له زدکوونکو ژمنه اخیستې او د لوړې په توګه يې د دې ویلو ته هم اړ ایستې دي چې هېڅ داسې کس سره به واده نه کوي چې جهېز غواړي او په راتلونکو نسلونو کې به دا فکر پيدا کوي چې ولور او جهېز وانخلي.

تردې پرته له دوی دا لوړه هم اخیستل شوې چې نه به مینه کوي او نه به په مینه واده کوي.

زدکوونکو نجونو داسې ژمنه کړې: ''زه قسم خورم چې پرخپل مور او پلار مې پوره باور دی. د همدې لپاره به زه زما شاوخوا پېښېدوونکو کیسو ته په کتو هېڅکله هم مینه ونه کړم او نه به هم په مینه واده کوم. زه به داسې سړي سره واده ونه کړم چې جهېز غواړي. که مور او پلار مې له خپل وس سره سم زما په واده کې هلک ته جهېز ورکوي نو کله چې زما بچیان وشي، زه به د خپلې ننګور پر سر جهېز وانخلم. همداراز به د خپلې لور په سر هم جهېز نه ورکوم. زه د یوه ځواکمن هند او د خپلې ټولنې د رغاونې لپاره د ټولنې د یوه مسوول کس په توګه دا لوړه کوم.''

د یادولو ده چې په هند کې د افغانستان په څېر د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته جهېز او ولور نه ورکوي بلکې هلته اپوټه د نجلۍ کورنۍ مجبوره ده چې زوم ته جهېز ورکړي.

د کالج مسوولان څه وايي؟

د انځور حقوق NITESH RAUT
Image caption آغلې روپالي وايي، 'پر نجونو وار له مخه په ټولنه کې ګڼ بندیزونه شته خو هيڅوک په دې ځان نه پوهوي چې د ځوانو هلکانو په ذهنونو کې څه روان دي؟ د هغوی بدلون په کار دی. '

له زدکوونکو نجونو د داسې ژمنې د اخیستلو په اړه د دغه کالج مسوولان وايي: ''موږ د مینې خلاف نه یو، خو نجونې باید سم سړی وټاکي.''

د ښځو د هنر او سوداګرۍ کالج د سیاسي علومو پوهنځي مشر پرديپ دندې وايي، ''موږ د مینې خلاف نه یو. موږ دا نه وایو چې مینه بد کار دی. خو په تنکۍ ځوانۍ کې نجونې د مینې او د راښکون حس په اړه ډېره پوهه نه لري. هغوی په دې نه پوهېږي چې څوک د دوی لپاره وړ او سم کس دی. دوی ته د یوې لارښوونې په توګه موږ دغسې قسم ورکړ. ''

ښاغلی دندې همدا راز وايي، دا ژمنه د بالغو نجونو لپاره نه ده. دا کالج ته د تلوونکو ځوانکیو نجونو لپاره ده.

هغه د هند په بېلا بېلو سیمو کې نجونو سره د شوي تاوتريخوالي پېښې يادې کړې چې په ځينو کې نجونې وژل شوي، یا تېری پرې شوی او یا هم ورکې شوې دي.

د یادولو ده چې د مهاراشټرا په وردها سيمه کې د یوې نجلۍ د ژوندۍ سوځولو هڅه وشوه چې وروسته مړه شوه.

د کانګرېس ملي ګوند د ښځو څانګې سيمييزې مشرې روپالي چکانکر د نجونو د لوړې په اړه د کالج مسوولانو دلیلونه رد کړي دي. هغه وايي، د دې پر ځای د عامه پوهاوي لوړول اړین کار دی.

آغلې روپالي وايي، 'پر نجونو وار له مخه په ټولنه کې ګڼ بندیزونه شته خو هيڅوک په دې ځان نه پوهوي چې د ځوانو هلکانو په ذهنونو کې څه روان دي؟ د هغوی بدلون په کار دی. '

هغه د سوځول شوې نجلۍ کیسې ته په اشاره وايي، ''داسې پېښې په زیاتېدو او خطرناکې دي. په دې برخه کې د ټولنې پوهاوی او بېداري په کار ده. لوړه یا قسم اخیستل به څه ګټه وکړي؟ موږ باید د ټولنې فکر بدل کړو. که د یوه توکي په ډول د ښځو کارول بس شي نو له داسې پېښو نجونې ژغورل کېدی شي. نجونو ته د قسم ورکولو پر ځای به ښه وي چې هغوی په ښو زدکړو سمبال شي او وپوهول شي چې څه سم دي او څه غلط. هلکان باید پوه شي چې په ټولنه کې څنګه بامسوولیته ژوند وکړي.''

د کالج مسوولانو له ځانه اخلاقي پولیس جوړ کړي؟

ښاغلي دندې د غبرګونونو په ځواب کې دا پوښتنه راپورته کړې چې نجونې ولې د خپلو مېندو او پلرونو د خوښې خلاف د مینې ودونه کوي؟

د انځور حقوق NITESH RAUT
Image caption خبریاله مکتا چایتانیا بیا وايي چې دا وخت نجونو ته د قسم ورکولو نه بلکې هغوی ته د اختیار او واک ورکولو دی.

پرديپ دندې وايي، 'موږ د عصریتوب یا نوي والي په نوم په څه ډول ټولنې جوړولو لګیا یو؟ د دې حل څه دی؟ څو ورځې مخکې مو په کالج کې د ملي خدمتونو د یوې طرحې په اړه ورکشاپ جوړ کړ. په هغه کې موږ ځوانانو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه پوهاوی ورکاوه. له نجونو وپوښتل شول چې پوهېږي، شاوخوا يې څه روان دي؟ دوی ورځپاڼې لولي، له دغو پېښو خبرېږي او که نه؟ پر مېندو او پلرونو يې باور نشته؟ دوی فکر کوي چې مور او پلار يې د واده په کیسه کې نه دي؟ نو بیا ولې نجونې د مېندو او پلرونو د خوښې خلاف واده کوي؟

خو د پوهنې او روزنې برخې ځينو کارپوهانو د کالج دا هڅه بې مانا بللې ده.

بابو صاحب چاسکر نومي استاد وايي، 'له چا ژمنه اخیستل هسې کلمو سره لوبه ده. د کالجونو کار نجونو ته د ښې زدکړې زمینه برابرول دي خو کله کله دوی د اخلاقي پولیسو غوندې رول لوبوي. دوی ته په کار ده چې نجونې پر دغو مسالو وپوهوي او ډاډ ورکړي چې داسې کیسې پټې نه کړي او په زغرده يې په اړه خبره وکړي. نجونې اوس هم داسې مسایل پټوي. '

خبریاله مکتا چایتانیا بیا وايي چې دا وخت نجونو ته د قسم ورکولو نه بلکې هغوی ته د اختیار او واک ورکولو دی.

دا وايي، په دې مسله کې لوړه کول د حل لار نه ده. قسم خوړل یو برسېرن ګام دی. په اصل کې داسې ژمنه یا لوړه ښايي هغه نجلۍ هم سربداله کړي چې له یوه ښه انسان سره مینه کوي.

په خبره يې، په ټولنه کې د ښځو د جنسي مسالو په اړه څوک په اسانه خبرې نه کوي. په کار ده چې هغوی ته په دې برخه کې ډاډ، اختیار او پوهاوی ورکړل شي. بیا به دوی د خپل جنسي شعور، اړیکو او احساساتو په اړه وپوهېږي او د هغوی ساتل به ورته اسانه شي.

آغلې چایتانیا وايي، نجونې باید په دې وپوهول شي چې زده کړي، څوک د دوی لپاره سم کس دی.