ولې ماشومان د کورونا 'کویډ-۱۹' پر ویروس لږ اخته شوي؟
شپږ ورځې دمخه (د سلواغې ۱۶مه، فبروري پنځمه) په نړۍ کې د هغه ماشوم خبر ډېر زیات خپور چې له زېږېدو یې درې ساعته وتلي و او دی د کورونا په نوي ویروس اخته شوی و.
په چین کې له ۴۰ زرو زیات کسان د کورونا په دې ویروس اخته دي، خو په دې ویروس اخته دا لومړنی ماشوم دی. دا چې دې ویروس له زرو زیات کسان وژلي او ۳۰ هېوادونو کې خپور شوی، ډېر کم داسې پېښ شوي چې ماشومان ترې اغېزمن شوي وي.
- کرونا ویروس ناروغۍ ته د کوویډ - ۱۹ رسمي نوم ورکړل شو
- کورونا ویروس په یوه ورځ ۹۷ تنه وژلي
- کرونا ویروس؛ ماسک که نور تدابیر ګټور دي؟
د دې نوي ویروس د خپراوي په اړه وروستۍ څېړنه چې د امریکا د روغتیايي ټولنې په خپرنۍ 'نشریه' کې خپره شوې، دا څېړنه په هغو ناروغانو شوې کوم چې د چین په ووهان کې د جین یین تان په روغتون کې وو، هغه ښار چې د دې ویروس له امله ډېر زیانمن شوی دی.
دا څېړنه ښیې په دې روغتون کې له نیمو ډېر اخته کسان له ۴۰ تر ۵۹ کلونو پورې وو او لس سلنه یې له ۳۹ کلنۍ ټیټ عمر درلود او "نادره وه چې په ماشومانو کې دې دا ناروغي وي."
ماشومانو ته کم خپور شوی
څو نظریې شته چې ولې په ماشومانو کې د دې ویروس له امله دا ناروغي کمه موندل کېږي، خو متخصصان پرېکنده ځواب نه لري.
- ځینې هېوادونو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره پولې وتړلې
- د کورونا ویروس: پر پنځو ټکو باید پوه شو
- کورونا ویروس چین کې نهه کسان وژلي، پاکستان خبرداری خپور کړی
په ردینګ پوهنتون کې ویروس پیژندونکی پروفیسر ایان جونز بي بي سي ته وویل: "هغه لاملونه چې روښانه دي، داسې ښکاري ماشومان له دې عفونته تښتي او یا یې هم نه نیسي."
که څه هم ماشومان پرې کم اخته کېږي، خو نښې نه لري په پایله کې روغتون یا هم ډاکټر ته د ورتلو اړتیا نه ور پېښېږي، نو ځکه یې په اړه رپوټ هم نه ورکول کېږي.
د لندن د کالج ښوونکې ناتالي مک درموت هم له دې نظر سره همغږې ده:
"د پنځو کلنو ماشومانو او نویو زلمکیو د بدن دفاعي سیسټم د عفونتي ویروسونو پر وړاندې بشپړ چمتو دی. دوی ښايي په ویروس اخته شي، خو ناروغي یې ډېره کمزورې وي چې د عفونت نښې یې نه لیدل کېږي. "
- کورونا ویروس؛ سوېلي کوریا کې د زرګونو جوړو ډله ییز واده
- نړۍ ته د یوهٔ مرموز چینایي ویروس د لېږدېدو خطر
- له خطرناک ویروس ډک کمپیوټر پر ۱،۳ میلیون ډالر وپلورل شو
دا موضوع بې مخینې نه ده، د سارس ناروغي له امله هم ماشومان کم ناروغېږي، د سارس ناروغي لامل چې په ۲۰۰۳-۲۰۰۲ کال کې خپره شوه، د کورونا ویروس یوه بله بېلګه وه. په دې ناروغۍ ۸ زره تنه اخته شوي وو او د شاوخوا ۸۰۰ تنو ژوند یې واخیست چې (لس سلنه مړینه) یې لرله، خو په دې ماشومان کم وو.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز په ۲۰۰۷ کال کې په سارس ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر ۱۳۵ وښود، خو ویې ویل "په ماشومانو او زلمکیو کې د هېڅ یوه د مرګ راپور نه دی خپور شوی."
په لویانو کې دا ناروغي سخته ده؟
له دې سره چې په ماشومانو کې د کورونا نوی ویروس ډېر په ندرت لیدل کېږي، څېړونکي فکر نه کوي چې لامل به یې دا وي چې ماشومان به په دې ناروغۍ نه اخته کېږي، ښايي دا ناروغي په لویانو کې زیاته خو په ماشومانو کې کمه ولیدل شي.
د کاردیف د پوهنتون د عفوني ناروغیو څېړونکي اندرو فریمن بي بي سي ته وویل، د دې احتمال نشته چې د کورونا د نوي ویروس له امله به ماشومان خوندي وي:
"ښايي لامل یې دا وي چې په ماشومانو کې یې نښې نه ښکاري."
په اکسفورډ پوهنتون کې څېړونکی کریسټل ډانلي له دې نظر سره همغږی دی او په هانکانګ کې د سارس ناروغي پر خپراوي ټینګار کوي:
"زما همکاران دې پایلې ته ورسېدل چې په ماشومانو کې دا ډول ناروغي کمه تر سترګو کېږي."