BBC
 شاته

برتانیا کې د پټرولي او ډیزلي موټرو پر پلور د بندیز تکل

Image caption کله چې بندیز عملي شي، یوازې الیکترونیکي او یا هایډروجن ګاډي او کوسټر ډوله ګاډي به موندل کېږي.

د برتانیا ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس وايي، کېدای شي، په هېواد کې یې د نویو ډیزلي، پټرولي او برېښنايي- پټرولي موټرو پر پلور تر ۲۰۳۲ کاله پورې بندیز ولګېږي.

دغه بندیز له مخکې پلان شوی دی خو تېره اونۍ گاډي جوړوونکو اندېښنه څرگنده کړه چې د دغو گاډو پر پلور د بنديز نېټه چې په سر کې ۲۰۴۰ م کال ټاکل شوې وه اوس ۲۰۳۵ م کال ته راټیټه کړل شوې.

پر يادو گاډو د بنديز موخه د کاربن د خپراوي کچې صفر ته راټیټول دي.

"په سمندرونو کې اکسیجن په ختمېدو دی"

د اقلیمي بدلون غونډې خبرداری؛ که مخنیوی ونه شي، ستنېدا به ناشونې وي

ساینس پوهان: د اقلیمي بدلون اوسنی وضعیت خطرناک دی

د ټرانسپورټ وزیر د بي بي سي له پنځمې راډیو سره خبرو کې وويل، دا چاره به له ۲۰۳۵ م کال مخکې تر سره شي او ان ''کېدای شي تر ۲۰۳۲ پورې'' خو په وینا یې مشورې پرې روانې دي.

له دې مخکې د موټر جوړوونکو ټولنې 'ایس ایم ایم ټي' مسوولینو ویلي و، د ۲۰۳۵ نېټه 'سخته اندېښمنونکې' ده.

د موټر جوړوونکو او پلورونکو ټولنې د نوټرانسپورټ د وزير پر وروستیو څرګندونو څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ د دغې ټولنې مشر مایک هاویس وویل:

''تولیدوونکو راتلونکي کې صفر ته د شین کوریزو ګازونو راټیټولو لړ کې بشپړه پانګونه کړې، خو د دغې تکنالوژۍ لپاره چې اوس لا ډېره ګران بیه ده، تقاضا تاواني ده او څرګنده ده، چې یوې ننګونکې هيلې ته د رسېدو بهیر چټکول به د صنعت کارو له پانګونې زیاته اړتیا ولری.''

حکومت په نومبر کې د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې ته د چمتووالي په لړ کې خپل وړاندیزونه چمتو کوي.

دغه غونډه چې د 'سي او پي ۲۶ 'نوم ورکړل شوی، په ګلاسګو کې تر سره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانیا په عملي توګه ۲۰۵۰ کال صفر ته د کاربن خپرېدو کچې راټیټولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کېږي او هدف یې د اقلیمي بدلون ننګونو سره د مبارزې چارو ارزونه ده.

له دې مخکې د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن چې د بندیز لپاره یې د ۲۰۳۵ نېټه اعلان کړه ویلي و، د امکان په صورت د بندیز نېټه رامخکې کېدای هم شي.

برتانیا په عملي توګه ۲۰۵۰ کال صفر ته د کاربن خپرېدو کچې راټیټولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې له اصلي نېټې ۲۰۴۰ لس کاله وروسته به هم دودیز ګاډي پر سړکونو پاتې شي.

کله چې بندیز عملي شي، یوازې الیکترونیکي او یا هایډروجن ګاډي او کوسټر ډوله ګاډي به موندل کېږي.