د چین بیجینګ ته ورتلونکي کسان دوه اونۍ قرنطین کېږي
چین امر کړی چې د دې هېواد پلازمینې بیجینګ ته ورتلونکي کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږي او له دې پریکړې سرغړونکو ته یې د سزا ګواښ کړی.
د چین دولت دا تدبیرونه د کورونا د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار وروسته له هغې نیولي چې دې ویروس تر اوسه هلته نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.
کورونا یا کووېډ- ۱۹ ویروس د چین د هوبي ولایت له ووهان ښاره خپور شو او دا ولایت د پلازمینې سره څنګ کې دی.
- کورونا ویروس؛ چینايي چارواکو د اغېزمنو روغتیا پالانو شمېر خپور کړ
- هغه ډاکټر ومړ چې د کرونا ویروس خبرداری یې خپور کړی و
- کرونا ویروس ناروغۍ ته د کوویډ - ۱۹ رسمي نوم ورکړل شو
دا امر داسې مهال شوی چې په چین کې کلنۍ رخصتۍ وې او ځینې خلک له دې هېواده بهر چکر ته تللي، له راستنېدو سره به ۲ اونۍ قرنطین کېږي.
بل خوا په افریقا کې هم د دې ویروس لومړۍ پېښې موندل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
سره له دې چې د نړيوال روغتیايي سازمان څېړونکي او امریکايي متخصصان چین ته ورغلي چې د دې ویروس د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي، خو ورسره د کورونا خپرېدا د پخوا په شان پراخه ده.
تر اوسه په چین کې څه باندې ۶۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او ۱۳۸۱ کسانو ژوند له دې امله ژوند بایللی.
- کرونا ویروس؛ تاجکستان کې سلګونه کسان قرنطین شول
- کرونا ویروس؛ ماسک که نور تدابیر ګټور دي؟
- کرونا ویروس پر بدن څه ډول اغېز کوي؟
نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې دې ویروس ته رسمي د 'کووید-۱۹' نوم ورکړ.
له چین څخه بهر د راپورونو په بنسټ تر اوسه په دې ویروس د اخته کېدو شاوخوا ۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې درې مرګونې پېښې په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې وې.
د دې ویروس پراخېدنه په چین کې پر یوه سیاسي او اقتصادي کړکېچ بدل شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې له امریکا غوښتي چې له چینه پر ورتلونکو ګرځندویانو او سوداګرۍ دې محدودیتونه دې پریږدې او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د دې ویروس پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.
"دا پېښه په نړۍ کې هر هېواد او هر مشر ننګوي، خو چین اوس ورسره مخ دی او د دې شونتیا نه ردوو چې زموږ هېواد کې به هم ننګونې او ستونزې وي، خو تاسې شاهد یاست چې ډېری هېوادونو په دې برخه کې د چین هڅې وستایلې. تر هغې چې موږ د ولسمشر شي په مشرۍ مخکې روان یو، په اغېزناکه ډول به د دې ساري ناروغۍ مخه ډب کړو."
که څه هم د چین پر دولت د دې ویروس د پراخې خپرېدنې له امله نیوکې کېږي، خو دولت یې ټوله هڅه کوي چې پلازمېنه له کورونا ویروسه وساتي.