BBC
 شاته

سرور دانش: طالبان دې په سیاسي حاکمیت کې برخه واخلي

ښاغلي دانش اسلام اباد کې د افغان کډوالو په تړاو کنفرانس کې خبرې کولې. د انځور حقوق VPO2
Image caption ښاغلي دانش اسلام اباد کې د افغان کډوالو په تړاو کنفرانس کې خبرې کولې.

د افغانستان د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي د کمولو پر سر د هوکړې هرکلی کړی او ویلي يې دي، هیله من دی چې دا هوکړه به د سولې په اړه مخامخ خبرو ته لار برابره کړي.

هغه دا څرګندونې نن دوشنبه (سلواغه ۲۸) په اسلام اباد کې په هغه نړيوال کنفراس کې وکړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې د څلوېښت کلنۍ په مناسبت جوړ شوی و.

ښاغلي دانش وویل، "ريښتيني سوله هغه ده چې افغان وګړي په ازاد ډول له خپلو حقونو برخمن شي او په ټاکنو کې د ګډون حق ولري. طالبان هم د نورو وګړو غوندې باید خپل حقونه تر لاسه کړي او د افغانستان په سیاسي حاکمیت کې ورګډ شي."

د ولسمشر دویم مرستیال په دې غونډه کې وویل، د سولې اصلي شرط باید د تاوتريخوالي داسې کمښت وي چې د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د تل پاتې اوربند لامل شي.

د سرور دانش په خبره، افغانان د تاوتريخوالي بنسټيز حل غواړي او سوله دغه ارمان ته د رسېدو لار ده.

هغه ټينګار وکړ چې د پاکستان له ګډون پرته افغانستان کې امن ناشونی دی. نوموړي د خپلې دې خبرې په واضح کولو سره وویل چې که طالبان خپل مرکزونه، پټنځي او له نورو "ترهګرو" او "افراطي" ډلو سره اړیکې همداسې وساتي، نو تل پاتې سوله نشي راتلی.

ښاغلي دانش همدا راز وویل چې سوله تېر ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو په مانا نه ده او افغانستان اوس ۲۰ کاله پخوا د طالبانو د واکمنۍ د مهال هېواد نه دی.

ده ټينګار وکړ چې د سولې بهیر او خبرې باید د افغانانو په مالکیت کې وي، مذاکره کوونکې ډله باید د افغان دولت په مشرۍ وي او د ټولو خلکو استازيتوب وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې کنفنرانس کې د پاکستان لومړي وزیر، د افغان ولسمشر دویم مرستیال او د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون کړی و

پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کلنۍ په اړه دې نړیوال کنفرانس ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وینا وکړه. نوموړي وویل، تر هغې چې افغان کډوال پاکستان کې وي، دی پاکستان کې د سخت دریځۍ د ختمېدو ضمانت نشي ورکولی.

لومړي وزیر عمران خان وویل، پاکستان په سیمه کې د ورانکارو ډلو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګوي، چې چارې یې کابو بشپړې شوې دي.

ښاغلي خان وویل، پر دې خبره ویاړي چې هېواد یې د له اقتصادي ستونزو سره سره له څو لسیزو راهیسې پر خپله خاوره لکونو افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.

دې غونډې سره هممهاله نن په کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه وروستۍ شوې ده.

د انځور حقوق CEO
Image caption ښاغلي عبدالله ویلي، د هوکړې لاسلیکېدل د اوو ورځو لپاره د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر کمولو پورې تړلې ده.

ښاغلي عبدالله هم د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې هرکلی وکړ او په خبره يې سولې ته د رسېدو په برخه کې مثبت ګامونه اخيستل شوي دي او د سولې د هوکړې لاسلیک کېدل په دې پورې تړلي چې طالبان د اوو ورځو لپاره د تاوتريخوالي د کمولو پر سر پرخپلې کړې ژمنې څومره ولاړ پاتې کېږي.

ده ویلي، که دا کار دوام وکړي نو "بین الافغاني" مذاکراتو ته به لار هوار کړي او په افغانستان کې به د اوربند او د تل پاتې سولې لامل شي.

عبدالله عبدالله همدا راز وویل، په جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې افغان دولت او طالبان باید د تاوتريخوالي کمول په پام کې ونیسي او سرغړونه ترې ونه کړي.

ده له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د تاوتريخوالي د کمښت په اړه جزیاتو او د دې چارې پر پلي کولو کار وکړي او ثابته کړي چې دولت سولې ته د رسېدو اراده لري.

وسله والو طالبانو هم اعلان کړی چې له امریکا سره يې خبرې پای ته رسېدلي دي، د سولې هوکړه لیک او نور اړوند مسایل وروستي شوي او ژر به لاسلیک شي.