BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون: تر څلورو ورځو به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي

د انځور حقوق IEC

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلونکو څو ورځو به د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته وویل: "تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي."

ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي همدا چې مرکزي سېسټم ته د تازه شمېرل شویو رایو پایلې ورسېږي د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، په نهو ولایتونو کې د ټاکنو د بیاشمېرنې په اړه دوه ورځې مخکې پېل شوی بهیر د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنډلو د څاروونکو په موجودیت کې "په بریالیتوب" پای ته رسېدلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو موندنو له مخې ټاکنو کمېسیون ته ۷ وروستۍ پرېکړې استولې وې، چې ټاکنو کمېسیون یې پلې کړي.

د ټاکنو کمېسیون اوس وايي چې له دغې ډلې یې، "له بایومټریکي معلوماتو سره د پایلو په فورم کې له یوې تر پنځو رایو توپير، د ۱۳۷ زره جنجالي رایو له ډلې د لس سلنه رایو بیا څېړنه او د ۱۰۲ زره رایو اړوند ۱۵ سلنه رايې يې پلټلې دي. همدا راز يې د ټاکنو ولایتي دفترونو د نغدي جرمانه کولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پریکړه هم پلې کړې او د ۲۹۸ محلونو د رایو بیا شمېرنې په اړه یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پریکړې له اصولو سره سم عملي کړې دي."

د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې له مخې که د ۱۳۷ زرو رایو لس سلنه چې بیا شمېرل کیږي، ۶۵ سلنه يې د بایومټریک، ژورنال او د ټاکنو ورځې لاسلیک شوې د پایلو پاڼې ولري ټولې رايې به معتبرې ګڼل کېږي او که ۳۵ سلنه يې دا معیارونه پوره نه کړي ټولې نژدې دوه لکه څلوېښت زره رايې به به بیا څېړل کیږي.

د ټاکنو کمېسیون کمېسیون د دارلانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل: " د ۱۳۷ زره رایو لس سلنې د ټاکنیزو شکایتونو معیار پوره کړی او ۶۵ سلنه یې معتبرې رایې دي."

دا ټولې هغه رايې دي چې په اړه يې ثبات او همپالنې او څو نور ټاکنډلو استثنايي شکایتونه ثبت کړي وو.

د یادولو ده چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر، ځانګړی څار او د شکایتونو کمیسون د پرېکړو پلي کول دوه ورځې وړاندې د نهو ولایتونو د ټاکنیزو کمیسونونو او د مرکزي دفتر له لوري پېل شوي وو.

دغه کمیسون وايي، ټاکل شوې مرکز ته په ولایتونو کې د بیا شمېرل شویو رایو د فورمو په رارسېدلو سره، ترلاسه شوې پایلې په مرکزي سېسټم کې تطبیق او د دغه بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شي.

دغه ولایتونه بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل دي.

د ټاکنو کمېسیون د وروستۍ پایلې د اعلان خبره داسې مهال کوي چې تېره ورخ د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان وکړ چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ګوندونو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې دې کمېسیون څو وارې ټینګار کړی چې په بې پرې او رڼه توګه به د ټاکنو پایلې اعلانوي.

د انځور حقوق IEC

وحدت او جمعیت ګوندونو په جلا اعلامیو کې ویلي، دوی د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستي دریځ ملاتړ کوي.

ښاغلي دوستم څو ورځې وړاندې ویلي وو، که د ټاکنو پایلې رڼې نه وي او یوه ډله د درغلۍ له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي نو نوموړی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړي.

د جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه.

دې ګوندونو ټینګار کړی چې د روان ټاکنیز بحران د حل یوازینۍ لار دا ده چې، د دوی په وینا، د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ دې نوی حکومت رامنځته شي او که داسې ونشي نو "هېواد به په لوی لاس د بحران خوا ته ولاړ شي".

خو د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه مشر عطا محمد نور بیا په دې ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کاوه او له دې وړاندې یې د سیالو ډلو د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې هېڅوک ګډوډي نشي رامنځته کولی.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې تر دې دمه د دې سیالو ګوندونو وروستیو ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې ټاکنو کمېسیون دوه ځله ونه توانېد چې د مهالویش سره سم د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.