شاته

افغانستان غواړي د خرما په تولید کې په ځان بسیا شي

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، د را روان مالي کال لپاره یې دغه هیواد کې د خرما د ونو کېنولو او ترویج لپاه ملي طرحه جوړه کړې ده.

د کرنې وزارت په یوې خبر پاڼې کې چې نن یکشنبه (د سلواغې ۲۷) خپره شوې راغلي چې یواځې راتلونکی کال به پر ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې باندې د خرما د ونو نوي بڼونه جوړ، او د خرما د کیفیت معلومولو لپاره لابراتوارونه جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل:"دغه طرحه په ځینو ولایتونو کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت پلي کيږي."

د ښاغلي رستمي په وینا د دغې طرحې موخه دا ده چې د بهرنیو هېوادونو نه د دغې میوې د واردولو کچه راټیټه شي، د کورني تولیداتو د کیفیت څرنګوالی او لازم معیارونه پرې پلي شي او بلاخره افغانستان د خرما په تولید کې پر ځان بسیا شي.

ننګرهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، خوست او کندهار کې د خرما ونو ښه وده کړې.
ننګرهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، خوست او کندهار کې د خرما ونو ښه وده کړې.

هغه وايي چې دغه طرحه د حکومت د اقتصادي شورا له خوا منل شوې ده.

  • د خرما ونه د افغانستان په کومو ولایتونو کې وده کوي؟

ننګرهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، خوست او کندهار هغه ولایتونه دي چې په تېرو څو کلونو کې د خرما ونو پکې ښه وده کړې.

د کرنې وزارت وايي چې په یادو سیمو کې د خرما کیفیت، د ګاونډویو هېوادونو د خرما تولیداتو په پرتله ښه ثابت شوی.

اوس مهال ننګرهار کې څه باندې ۷۰ جریبه ځمکې باندې د خرما شپږ ډوله ونې کېنول شوي دي.

  • افغانستان کې د خرما اقتصادي ارزښت

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس تېر کال افغانستان د ۹،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت نیږدې ۱۹ ټنه خرما له بهرنیو هېوادونو نه وارد کړې ده.

دغه وزارت وايي که افغانستان د خرما د تولید په برخې کې پر ځان بسیا شي هر کال ۱۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي او ځینو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.