شاته

سعودي کې د ښځو آزادي؛ ښځې اوس عام محضر کې سګرټ څکلی شي

په سعودي عربستان کې ښځو ته د یو لړ حقونو او آزادیو په لړ کېهغوی ته په عام محضر کې د سګرټ‌ څکلو آزادي او حق هم ورکړل شوی.

ښځو ته دا حقونه او آزادي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادي او ټولنیزو نوښتونو په نتیجه کې ورکړل شوي دي.

ددغو اصلاحاتو په لړ کې اوس ښځې په عام محضر کې سگرټ او چلم څکلی شي، مخکې د سعودي ښځو دا آزادي نه لرله. خو بیا هم یو شمېر ښځې وايي چې په دغه هېواد کې د ځینو دودیزو اومذهبي محدودیتونو له کبله له ورکړل شویو ازادیو خوند نشي‌اخیستلی.

ریما نومې سعودي نجلی وایي چې د خپلې کورنۍ له ډار سګرټ نشي څکلی. هغه خپلې کورنۍ ته نشي ویلي چې دا د هغې شخصي آزادۍ پورې مربوطه مسئله ده: "ځکه هغوی پدې نه پوهیږي چې ښځې هم د نارینو په څیر د سگرټ څکلو حق لري."

سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کال کې ښځو باندې د محرم پرته د سفر کولو محدودیت لرې کړ او اوس ۲۱ کلنې ښځې کولی شي پرته له کوم نارینه د هیواد څخه بهر سفر ورکړي.

سعودي په ۲۰۱۹ کې ښځو باندې د محرم پرته د سفر کولو محدودیت لرې کړ
سعودي په ۲۰۱۹ کې ښځو باندې د محرم پرته د سفر کولو محدودیت لرې کړ

همداراز په سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو او په عامه سپورتي لوبو او کنسرتونو کې د گډون اجازه هم ورکړل شوې ده.

بله سعودي ٢٦ نجلا (مستعار نوم) وایي د بېړنیو ټولنیزو بدلونونو سره سره بیا هم دوه ډوله معارونه شته او که ښځې سگرټ دود کړي ورته د "ننگ او افتضاح" په ستزگه کتل کیږي.

دغه میرمن وایي: "زما د حقونو بشپړه درناوی به هله وشي چې زما کورنۍ ما د سگرټ کشې په توگه ومني." هغه وایي یوه ملگرې یې هغه وخت د معتادینو مرکز ته د درملنۍ لپاره واستول شوه چې مور او پلار یې پرې خبر شول چې سگرټ څکوي."

د فرانسې د خبري اژانس په وینا په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره دغه نیمگړې آزادۍ پداسې حال کې رامنځ ته کیږي چې څو کاله مخکې به د مذهبي چارو پولیسو ښځې پدې تعقیب او رټلې چې نوکان یې رنگول او یا به یې له حجاب نه ویښتان ښکاره کیدل.

په ریاض کې د یو رستورانت لبناني کارکوونکي فرانس پرس ته ویلي چې: "اکثر ښځینه مشتریانې د شیشه څکلو هیله کوي. دا هغه څه دي چې درې میاشتې مخکې یې تصور نه کیده."

په ٢٠١٨ کال کې د ښځو په موټر چلولو باندې د تاریخي بندیز د لرې کولو دمخه په سعودي کې په لسگونو فعالانې بندیانې شوې، یو شمیر دغو میرمنو د مستنتقینو له لورې پر دوی باندې د جنسي تیریو ادعاوی وکړې، خو سعودي مقاماتو دغه ادعاوی رد کړې.

ولید نومی سعودي تبعه وایي چې خور یې د بهرنیو رسنیو او دیپلوماتانو سره د تماس نیولو په خاطر محاکمه شوې ده. هغه وایي: " د ښځو په گټه نوي اصلاحات د یو عامه کمپاین یوه برخه ده چې د سعودي عربستان د بشري حقونو ریکارډ بهتر شي."