شاته

د دیموکراتو کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو دوام

ټاکل شوېده د روانې میلادي میاشتې په دوه ویشتمه نیټه په نوادا او د فبروري په ۲۹ نیټه په جنوبي کارولینا کې د دیموکرات ګوند مقدماتي انتخابات وشي.

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د دیموکراتانو په لومړیو دوو مقدماتي ټاکنیزو سیالیو کې د ورمانټ سناتور برني سنډرز او د اندیانا ایالت د جنوبي برخې پخوانی ښاروال پیت بوتیجیج مخکې دي.

پیت بوتیجیج وکړای شول د فبروري په دریمه د اویوا په انتخاباتو کې مخکې شي خو سناتور برني سنډرز وتوانید چې د نیو همشیر په ټاکنو کې په ډیر کم تفاوت تر نورو سیالانو ډیرې رایې ترلاسه کړي.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې کیدای شي برني سنډرز وروسته د معتدلو سیالانو له خوا له سختو ننګونو سره مخ شي. هغوی وايي د وروستي کاندید تر ټاکل کیدو پورې اوږده لار په مخ کې ده.

دواړه ایالتونه نوادا او جنوبي کارولینا د ایوا او نیو همشیر په نسبت مختلف رایه ورکوونکي لري.

په نیوادا کې هسپانوي ژبي امریکایان د دیموکرات ګوند تر ټولو مهم رایه ورکوونکي شمیرل کیږي. په داسې حال کې چې افریقايي امریکایان به هم په جنوبي کارولینا کې دا فرصت ترلاسه کړي چې په دې سیالیو کې خپل بخت و ازمايي.

د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال جوبایډن چې په ایوا او نیوهمشیر کې ډیر ښه ندی ځلیدلی هیله من دی چې د جنوبي کارولینا په مقدماتي انتخاباتو کې د تور پوستو امریکایانو ملاتړ ترلاسه کړي.

په نیوهمشیر کې ۶۰ سلنه رایه ورکوونکو څیړونکو ته ویلي چې د دوی عمده هدف د نوامبر په ټاکنو کې د جمهور رئیس ټرمپ په وړاندې د پیاوړي رقیب وړاندې کول دي.