شاته

بدخشان کې د 'تنفسي' ناروغۍ له امله ۳۵تنه مړه شوي

د بدخشان روغتیايي مسؤلین وايي، د یاد ولایت په واخان ولسوالۍ کې د تنفسي (سینه بغل) ناروغۍ له امله ۳۵ تنه مړه شوي دي.

یاد مسؤلین وايي چې په یادو کسانو کې، ښځې ماشومان او د پاخه عمر نارینه شامل دي.

د بدخشان د روغتیا رئیس ډاکټر نور خاوري د شنبې په ورځ «سلواغې۲۶مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د تېرو درې میاشتو راپدېخوا د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

نوموړي زیات کړه چې د مړو شوو کسانو له ډلې ۱۵ تنه ماشومان دي چې د (سوتغذي، سینه بغل او سر دردي) له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي خاوري زیاته کړه چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره څلور روغتیايي ټېمونه واخان ولسوالۍ ته لېږل شوي دي.

تر دې مخکې د بدخشان د ولایتي شورا مسؤلینو هم خبر ورکړی و چې د یاد ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د یوې ناپيژندل شوي ناروغۍ له امله ۱۲تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د روغتیا وزارت چارواکو په بدخشان ولایت کې د ناپيژندل شوي ناروغۍ د رامنځته کېدو په اړه راپورونه ردکړي دي او وايي چې یاد ماشومان د (سینه بغل او تور ټوخي) او سو تغذي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت روغتیايی چارواکو په دغه ولایت کې له چین او تاجکستان سره پر پوله د را اوښتونکو کسانو د معاینې لپاره روغتیايي ټېمونه ګمارلې دي.