شاته

محکمې د منظور پښتون د خوشې کېدو امر کړی

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښیتن مدافع وکیل وايي چې محکمې په ضمانت سره د منظور پښتین د پرېښودو امری کړی دی.

د هغه مدافع وکیل سید اختر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې محکمې د ښاغلي پښتین ضمانت منلی او ښايي هغه د شنبې په ورځ ناوخته (فبروري۱۵) له بنده ازاده شي.

هغه څه باندې ۱۰۰زره کلدارې د ضمانت په توګه اخیستل شوي دي.

د حکومت یو څارنوال هم تاید کړی دی چې محکمې د منظور پښتين د خوشې کېدو پرېکړه کړې ده.

منظور پښتین د پاکستان د پوځ او حکومت پر ضد په څرګندونو د خلکو په پارولو تورن دی او له همدې کبله څو اونۍ مخکې په پېښور کې پولیسو ونیوه.

منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی چې د پښتنو د حقونو لپاره له څو کلنو راهېسې مبارزه کوي. په دغه لړ کې د دغه غورځنګ ځینې غړي وژل شوي او بندیان شوي هم دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د هغوی مبارزه سوله ایزه ده.

د منظور پښتین د نیولو په ضد په پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د هغه ملاتړو او خواخوږیو مظاهرې وکړې.