شاته

د کرونا ویروس؛ د چین ولسمشر د انټرنټ د کنترول لارښوونه کړې

د چین ولسمشمر په هغه هېواد کې پر انټرنټ د کنترولولو او په ښارونو کې د پولیسو د شمېر د زیاتولو لارښوونه کړې ده.

د چین ولسمشر ژي جيپېنګ ویلي دي چې د دغه کار هدف یې دا دی چې په ټولنه کې مثبته انرژي خپره او د بي ثباتۍ مخه ونیول شي.

نوموړي داسې مهال دا لارښوونه کړې ده چې په چین کې د کروناویروس څه باندې ۱۵۰۰ کسان مړه کړي او ۶۶۰۰۰ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کروناویرس له کبله د چین پر حکومت داخلي او خارجي فشارونه زیات دي او د ټولنیزو رسنیو او رسنیو له لارې هم د دغه ویروس د تلفاتو په اړه خبرونه خپرېږي.

د چین دولتي رسنۍ وايي ولسمشر جنپېنګ دا لارښوونه د فبروري په دویمه کړې وه خو اوس یې رسنیو ته لاره وکړه.

هغه په دغې لارښوونکې ویلي دي: "حکومت باید د انلاین مطبوعاتو تنظیم او اداره سخته کړي او هغه خلک دې وځپي چې له دغه حالت څخه ګټه اخلي او په انټرنټ کې اوازې خپروي."

په لارښوونې کې همدغه راز د هغو خلکو د ځپلو امر هم شوی دی چې په "ټولنې کې ګډوډي جوړوي او هغه چارواکي هم باید د قانون له مخې سزا وویني چې خپل کارونه یې په سم ډول" نکوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د چین حکومت وار د مخه د هوبي ایالت سیاسي مشر له دندې لېرې کړی او پر ځای يې ولسمشر ته یو ژمن کس ګمارل شوی دی.

د هوبي په مرکز وهان کې د کرونا ویروس سلګونه کسان مړه کړل او دا ښار اوس قرنطین دی. د وهان د روغتیا دوه چارواکي هم له دندو ګوښه کړل شوي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د کرونا ویروس په اړه د چین حکومت باید نور وضاحت او معلومات هم ورکړي. امریکا هم په چین انتقاد کړی دی چې د کرونا ویروس په اړه یې په وخت او دقیق معلومات نه دي خپاره کړي.