شاته

اسپر: طالبانو سره تړون خطرناک دی، خو امیدواري زیاته ده

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی وړاندیز او تړون خطرناک وباله خو وايي چې امیدواري شته.

نوموړي د شنبې په ورځ (فبروري ۱۵) د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل چې پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازي ترمنځ بحثونه شوي دي او اوس باید په افغانستان کې "سولې ته هم یو چانس" ورکړل شي.

هغه وویل: " اوسمهال د تاوتریخوالي د کمېدو وړاندیز چمتو دی چې زموږ سفیر او د طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوونکې ښکاري. موږ د تیرو څو ورځو راهیسې د خپل کانګرس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړي. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دي."

ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي چې دا موافقه به د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۶) رسمآ اعلان شي، د تاوتریخوالي کمېدل به د دوشنبې له ورځې پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په مونیخ کې له ولسمشر غني سره هم په دې اړه خبرې وکړې. ښاغلي اسپر وویل چې ولسمشر غني د دغه تړون ملاتړی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ لږ تر لږه یو ساعت له هغه (ولسمشر غني) سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې هغه د دغه تړون ننګه کوي او موافق دی. هغه غواړي چې په دغه بهیر کې په بشپړ ډول شریک وي او ډاډه شي چې ټول افغانان سره راټول شي او په خبرو کې د ټولو نماینده ګي او یوه پایداره موافقه وشي."

په خپله ولسمشر غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دغه تړون په اړه د مونیخ په کنفرانس کې خبریالانو ته څه ونه ویل او په دې اړه یې خبرې ونکړې.

ښاغلي اسپر زیاته کړه چې دا تړون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیزي.

په همدې حال کې ارګ وايي امریکایي چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې طالبانو منلې له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي.