شاته

ننګرهار کې پر موټر هوايي برید کې "نهه کسان" وژل شوي

د ننکرهار ولایت چارواکي وايي چې نن مازیګر (جمعه فبروري۱۴) د سره رود د ولسوالۍ د ککړک په سیمه کې پر یو موټر باندې بمبار شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په برید کې "نهه کسان چې په ډاډسن موټر کې سپاره وو" وژل شوي دي، خو مالومه نه ده چې څوک دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې بمبار کې وژل شوي کسان "ملکیان دي" چې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جمعې ورځ مېلې ته تللي وو.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي کسان "یولس دي او ټول ملکیان" دي.

نوموړي زیاته کړه په ډاډسن موټر بمباري شوې ده چې پکې ناست کسان ټول وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې هره اونۍ په خوږیاڼو کې لویه مېله کېږي چې له بېلابېلو ولسوالیو خلک ورځي چې دغه خلک د خوږیاڼو مېلې ته تللي وو یو وړوکي څاروی هم ورسره موټر کې و چې بمبار پرې شوې.

اجمل عمر زیاته کړه چې وژل شوي ټول نارینه دي. په ټولنیزو پاڼو کې د هغه موټر ویدیو هم خپره شوې ده چې موټر ویجاړ شوی او سوځېدلی دی.

تر دې دمه افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.