BBC
 شاته

د ننګرهار په سره رود کې هوايي برید مرګژوبله اړولې

د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایته رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، د جلال اباد ښار په لویدیځ سرخ رود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې یو موټر په نښه شوی او مرګژوبله پکې رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.