شاته

اسپر: ۷-ورځې کافي دي طالبان وښيي د تړون په اړه جدي دي که نه

امریکا او طالبانو د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمېدو په هدف په یوه وړاندیز خبرې کړي دي.

د ټرمپ د حکومت له خوا دا موضوع وروسته له هغه تائید شوه چې د ناټو مشرانو په بروکسل کې د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په راتلونکې بحث وکړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ (فبروري۱۴) هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه وړاندېز په هکله په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

هغه وویل: "امریکا او طالبانو د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمیدو په یوه وړاندیز خبرې وکړې. موږ ټولو وویل چې په افغانستان کې د حل یوازینۍ ښه لار سیاسي جوړجاړی دی. په دې برخه کې پرمختګ شوی او موږ به نور جزیات نږدې وختونو کې شریک کړو."

ښاغلی اسپر ډاډه معلومېده چې ټاکل شوی وخت ددې لپاره کافي دی چې طالبان وښيي آیا د قرارداد په اړه جدي دي که نه. اسپر وویل: "دا زموږ نظر دی چې د اوس لپاره اوه ورځې کافي دي. خو له دې ټولو سره سره زموږ موقف دادی چې دا بهیر به د شرایطو په اساس وي."

د امریکا یو جګپوړي دفاعي چارواکي ویلي دي چې امریکا تاوتریخوالی له نږدې څاري او غواړي ډاډه شي چې د طالبانو نیت په دې برخه کې پاک دی که نه. د ټرمپ حکومت هڅه کوي چې دا تړون د افغان دولت او طالبانو ترمنځ یوې مهمې موافقې ته د رسیدو لپاره وکاروي.

جمهور رئیس ټرمپ په تکرار سره ویلي چې غواړي د افغانستان د جګړې په ګډون له دایمي جګړو څخه ووځي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امریکا حکومت باید له طالبانو سره د شرایطو په اساس د یو پلان له مخې پر مخ ولاړ شي. که داسې ونشي، د کارپوهانو په خبره امریکا او متحدین یې د جګړې په ډګر کې له بد برخلیک سره مخامخ کېدای شي.

د دفاع او دیموکراسۍ د بنسټ شننونکی براډلي بومن وايي: " .....پوهیږئ، طالبان به ځکه جګړه ونه دروي چې موږ وايو ستړي یو او غواړو کور ته ولاړ شو. "

امریکايي قومندانان او د دفاع وزیر مارک اسپر وايي دوی په افغانستان کې ۸۶۰۰ کسانو ته د خپلو پوځیانو په کمولو سره مشکل نلري.

وايي که د مذاکراتو له مخې د تاوتریخوالو کمیدل دوام وکړي نو د امریکايي ځواکونو د کمیدو لپاره به هم اقدام وشي.