شاته

سنا د ایران پر ضد د ولسمشر ټرمپ پوځي واکونه محدودوي

د امریکا سنا مجلس د پنجشنې په ورځ [فبرورۍ ۱۳] یوه داسې پریکړه لیک ته رایه ورکوي چې له مخې یې له ولسمشر ټرمپ نه غوښتل کېږي چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځیان ونه کاروي، مګر دا چې د کانګرس منظوري واخلي.

د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو نه شپږ اونۍ وروسته، اوس هم له ایران سره د رامنځته شوي کړکېچ په اړه امریکايي قانون جوړونکي بحث کوي.

دېموکرتان وایې چې له ایران سره په جګړه کې بېړه به ممکن په عراق کې د امریکا تېروتنې بیاتکرار کړي.

د پریکړه لیک جوړونکي، دېموکرات سناتور ټېم کېن د مایک لي او رانډ پاول په شمول د یو شمېر محدودو جمهوريت غوښتونکو سناتورانو ملاتړ ګټلی دی. دوي پر جنرال سیلماني د امریکا د برید په اړه د جنورۍ په اتمه نېټه د ټرمپ د ادارې توضحیات بشپړ نه بولي.

د امریکا د استازو مجلس جمهوریت غوښتونکی غړی مایک لي ویلي چې تازه پریکړه لیک "په بهرنۍ پالیسۍ کې د ولسمشر ټرمپ د ملاتړ او کوښښونو لپاره ده."

اکثرو جمهوریت غوښتونکو پر پرېکړه لیک نیوکه کړې او ویلي دي چې دا د ټرمپ قانوني واکونه محدودوي.

مشهور سناتور لېنډسي ګراهم ویلي چې ولسمشر د امریکا د " مسلح قواوو "اعلی سرقوماندان" دی او خپل قانوني واکونه لري.

د امریکا سنا د ایران پر ضد د ولسمشر ټرمپ پوځي واکونه محدودوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00