BBC
 شاته

امریکايي رسنۍ؛ امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي

امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد حکومت هڅه کوي، راروانې څو ورځې افغانستان کې د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره یو جوړجاړی اعلان کړي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ویلي چې هېڅ یوه ښکېله غاړه باید د سولې خبرې په خطر کې وانه چوي چې بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره شي.