شاته

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه پرېکړې چېرته رسېدلي؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د عملیاتي پلان د جوړولو په اړه پرېکړې ورسره شریکې شوې دي.

دغه کمېسیون له شااوخوا یوې نیمې میاشتې جنجالونو وروسته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۱» دغه پرېکړې ترلاسه کړې.

د دغه پرېکړو پر بنسټ به د یو شمېر هغو محلونو رایې بیا وشمېرل شي کوم چې د ټاکنیزو ټیمونو له‌خوا یې د اعتبار په اړه شکایتونه موجود و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی به اوس دغه پرېکړې تحلیلوي او بیا به ورته عملیاتي پلان جوړوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات

هغه زیاته کړه: "د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې موږ ته راستولې دي، زموږ د تخنیکي او عملیاتي برخې همکاران به د هغې تحلیل او تجزیه کوي چې وروسته به د هغه محلونو په اړه چې تفتیش، ځانګړي تفتیش او رایې یې بیا شمېرل کېږي، په اړه‌یې پرېکړه کېږي."

د ښاغلي سادات په خبره، د ۱۳۷ زره رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې پرېکړه کې راغلي چې ۱۰ سلنه به د نمونې یا بېلګې په توګه ترې اخیستل کېږي، همدارنګه د ۱۰۲۰۱۲ رایو نه به ۱۵ سلنه نمونه اخیستل کېږي، دا به څارل کېږي او په اړه‌یې پرېکړه کېږي چې څومره رایې له سره وشمېرل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د همدغو رایو په اړه چې شااوخوا ۳۰۰ زره رایې کېږي، د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ لانجې وې او غوښتنه کېده چې باید بیا وشمېرل شي.

له دې سره پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه، د ټاکنیزو کمېسیونونو د چارو په چټکتیا ټینګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په‌کار ده چې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق لپاره یو کره او جامع پلان جوړ کړي، په ولایتونو او مرکز کې کومې چارې څه وخت ترسره شي باید دې لپاره د دواړو کمېسیونونو له لوري مشخص مهالوېش جوړ شي، نور دې داسې نه‌وي چې د یو مکتوب د تبادلې لپاره اوونۍ وخت ونیسي او بالاخره خلکو ته د وروستیو پایلو وروستۍ ورځ په ډاګه کړي."

له دې سره د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټیم ویاند رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل، د ټاکنو دواړه کمېسیونونه دې ژره تر ژره د قوانینو په رڼا کې نور له وخت وژنې مخنیوی او وروستۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون هم ازادي راديو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په پوره شفافیت دغه بهیر وڅاري څو د دوی پرېکړې تطبیق او پاکې رایې له ناپاکو جلا شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو نږدې پنځه میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا تېره ورځ ویلي و، اټکل کېږي چې دا بهیر به نېږدې یو میاشت نور هم وخت ونیسي.