شاته

د کم عمره نجونو ودول د بشري حقونو سرغړونه ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په افغانستان کې د وخت نه مخکې ودونو په هکله مدني قانون کې باید بدلون راشي‌. کمیسون وایي په مدني قانون کې د هلک او نجلۍ ترمنځ د واده کولو په عمر کې دوه کاله بدلون لیدل کیږي. پدې قانون کې هلک په اتلس کلنۍ او نجلۍ په شپاړس کلنۍ کې د واده قانوني حق ترلاسه کوي.

۲۰۱۳ کال: په افغانستان کې د ښځو د زندان دننه یوه مور خپله لور ښکلوي

۲۰۱۳ کال: په افغانستان کې د ښځو د زندان دننه یوه مور خپله لور ښکلوي

په کم عمر کې د واده شوو نجونو یوه تازه پیښه د محمد اعظم او کاظمې د لور ده چې د خپلې وژل شوې لور د مړي په لټه کې دي. د دوی لور زهرا نومیږي او څلور کاله مخکې د خپل ماما زوي ته د کورنۍ لخوا په غور ولایت کې په زور واده شوه، خو شپږ ورځې مخکې د خپل خاوند لخوا سوځول شوې او د شنبې (جولای ۱۶) په شپه یې د کابل په استقلال روغتون کې ساه ورکړه.

د زهرا مور او پلار په کابل کې د خپلې وژل شوې لور عدالت غواړي

د زهرا مور او پلار په کابل کې د خپلې وژل شوې لور عدالت غواړي

د زهرا مور او پلار چې د غور ولایت د ساغر سیمې اوسیدونکي دي په کابل کې د عدالت په لټه کې دي. دواړه وایي چې د لور مدعیان یي زورواکي دي او حتی والي نشي کولې چې حاکمیت ولري نو یوه بی وزله کورنۍ خو هیڅ نشي کولې. د زهرا مور کاظمه وایي که چیرته د عدل غږ یي څوک وانه وري نو ځان ته به اور واچوي. کاظمي اشنا تلویزیون ته وویل چې په غور ولایت کې په کم عمر کې ودونه کول یو دود دی.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یو شمیر خلک د خپلو اولادونو واده کولو ته ځانګړې پاملرنه په ماشومتوب کې د اولادونو ودول یي دود ګرځولی. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي تیر کال د افغانستان په کچه یې له وخته مخکې ودونو ۲۳۵ قضیې ثبت کړي چې د دوه کاله مخکې په پرتله لس مورده پکې زیات شوي‌ دي.

د کمیسیون مشرې سیماسمر امریکاغږ ته وویل "د تل پاتې پرمختګ، د دیموکراسۍ پیاوړي کولو، له جنګ څخه وتلو او سولې ته د رسیدو لپاره موږ اړیو چې مبارزه وکړو ترڅو د ماشومانو ودول منع کړو".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بشري او ښځو حقونو څانګې امریکاغږ ته پدې هکله وویل سره لدې چې د نظارت دنده لري خو بیاهم د هغو کسانو پروړاندې جدي چلند کوي چې له وخته مخکې ودونو مسلو ته په سپکه سترګه ګوري.

دیني عالمان وایي په اسلام کې د واده لپاره ټاکلی وخت ندی تعین شوی. د مولوي عبدالعزیز په نوم دیني عالم وایي د تعلیم نه محروم پاتې کیدل، صحې ستونزې چې د مور او ماشوم د مړینې سبب کیږي، دا ټول د همداسی کم عمره نجونو دودلو له امله پیښیږي.

ګڼ شمیر افغانان پدې باور دي چې که چیرته نجوني ښوونځې ولولي، او د امکان ترحده لوړې زده کړې هم ترسره کړي نو بیا کولی شي په خپله خوښه د خپل ښه ژوند لپاره تصمیم ونیسي. اکثریت هغه پیښې چې په کم عمر کې د هلک او نجلۍ د جبري ودولو په نوم ثبت دي، ښکاري چې واده شوي کسان په څو ورځو کې د ګډ ژوند پښیمانه او واده یي د کورني تاوتریخوالي سبب ګرځیدلی.

اکثریت افغانان د ښه ژوند پیلولو لپاره د نجونو تعلیم او تحصیل ښه ګڼي

اکثریت افغانان د ښه ژوند پیلولو لپاره د نجونو تعلیم او تحصیل ښه ګڼي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي له وخته مخکې ودونو د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي لپاره کار وشي او ټینګار کوي چې د هغو زورواکانو مخه دې ونیول شي چې غواړي دغه راز قضیې پټې وساتي.

د ملګروملتونو د نفوس نړیواله اداره وایي د ماشومانو ودول د بشري حقونو سرغړونه ده او سره لدې چې پدې اړوند زیات قوانین تصویب شوي دي، دا دود په ډیرو سیمو کې د بی وزلۍ او جنسیت د نابرابرۍ له امله دوام لري.

د ملګروملتونو د نفوس اداره وایي په مخ پرودې هیوادونو کې هم په هرو دریو نجونې کې یوه یي د اتلس کلنۍ د عمر مخکې ودول کیږي. راپورونه ښیې چې د ماشومانو ودول د نجونو روغتیا او ژوند ته زیان رسوي او د خپلې راتلونکې محرومیږي.

دا اداره وایي أفغانستان چې په چټکۍ سره د نفوس زیاتیدو سره مخ یو ځوان هیواد دی، د جګړو، کمزورې حکومتدارۍ او فرهنګي ممانعتونو سره لاس و ګریوان دی او همدا ستونزې د ښځو او ماشومانو د بی وزلۍ سبب شوی دی.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.