شاته

'طالبانو کندز کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې'

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱۳ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د کندز په امنیه قوماندانۍ کې یو باوري سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې ۱۵ تنه ملي اردو او درې تنه پولیس وژل شوي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني هم له امریکا غږ سره خبرو کې په دغه پېښه کې پولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تائید کړل، خو ټینګار یې وکړ چې زیاته مرګ ژوبله ملي اردو ته اوښتې ده.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې پر۹مه) امریکا غږ ته وویل، یاد سرتیري چې ۱۲ تنه یې ملي اردو او یو تن یې پولیس دی تېره شپه د دغه ولسوالۍ په «کلوب» سیمه کې پر دوو قرارګاو د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

هغه وايي، د یاد برید پر مهال درې نور سرتېري بې درکه شوي چې په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په دغه جګړه ۸ ملي اردو او څلور پولیس ټپیان شوي هم دي.

امیري وویل چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره د ۳۵ افغان امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او یو شمېر پوځي وسایلو د وړلو ادعا کړې ده.

په کندز کې د ملي اردو ۲۱۷ پامیر فرقې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه په یو بل شمالي ولایت بغلان کې هم د طالبانو په برید کې د یوې امنیتي پوستې د قوماندان په ګډون ۱۳ پولیس وژل شوي و.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي چې تېره شپه د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار شمال ته د خپل سفر د لړۍ په دوام کې تېره ورځ په جوزجان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې طالبان په راتلونکي دوبي کي پلان لري چې په شمالي ولایتونو کې ځينې سیمې چې اقتصادي ارزښت لري سقوط کړي.

هغه وویل چې طالبان په دې کار سره غواړي خپل عواید زیات او خپلو لیکو ته نوي جنګیالي جذب کړي.

د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي چې افغان امنیتي سرتیري به طالبانو اجازه ورنه کړي چې شمالي ولایتونه نا امنه کړي.

هغه ویلي چې په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو د ځپلو په هدف چاڼیز عملیات پيل کړي دي.