شاته

پاکستان د تورخم دروازه وتړله

د ننګرهار چارواکي وايي، له نن سهار راهیسې پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه د مسافرو او ترانتزیټ پر مخ تړلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۹مه» امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه دروازه پاکستاني ځواکونو د ځینو امنیتي دلایلو له امله تړلې ده، خو خوګباڼي روښانه نه کړه چې د کومو امنیتي دلایلو پر بنسټ.

هغه وايي، د دواړو لورو تر منځ خبرې روانې دي خو تر اوسه نتیجې ته نه دي رسېدلي.

تورخم کې یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودولو په شرط امریکا غږ اشنا ته وویل چې تورخم کې د پاکستاني ځواکونو د یوې پوستې خوا ته مرمۍ لګېدلې ده او پاکستاني وايي چې دا مرمۍ له نامالوم لوري ویشتل شوې ده، ځکه یې لاره تړلې ده.

خو سرچینه وايي چې ویشتل شوې مرمۍ د پاکستاني نظامیانو ده، خو تر اوسه پاکستاني اړخ په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خپله د پاکستان حکومت تر دا مهاله د دغه دروازې د تړل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پاکستاني ځواکونه پر داسې مهال تورخم دروازه تړي چې تېره ورځ د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر لویو ښارونو کې د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون پراخې مظاهرې وشوې.