شاته

غزني کې د وژل شویو امریکايي پیلوټانو مړي وموندل شول

امریکایي چارواکي وایي چې د افغانستان د غزني په ولایت کې د امریکا د پوځي غورځېدلې الوتکې د دوو پیلوټانو مړي موندل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټګان) امریکا غږ ته تائید کړه چې د دغو پیلوټانو مړي موندل شوي.

راپورونه وايي چې دوی له پېښې سملاسي وروسته موندل شوي او جسدونه یې هم سوځېدلي نه دي.

ویل کیږي چې په الوتکې کې نور څوک سپاره نه وو. د ایران ځیني مطبوعاتو ادعا کړې ده چې په الوتکه د سي آی اې یو چارواکی هم ناست و، خو پنټګان دا ادعاوې ردوي.

د امریکا د پوځ (E11-A) الوتکه د دوشنبې په ورځ (جنوري ۲۶) په غزني کې وغورځېدله.

طالبان ادعا کوي چې الوتکه دوې وېشتلې ده، خو امریکایي چارواکي دا ادعا نه مني. خو وايي چې د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې د پېښې ځای ته ورشي، خو د غزني امنیه قوماندانۍ وایي چې طالبانو يې مخه نیولې ده. دا الوتکه د غزني د ده یک په ولسوالۍ کې غورځېدلې ده.