شاته

عادي ژوند ته د ۸۰زره طالبانو بیا راګرځول اسان نه دي- د سیګار مشر

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو سرمفتش جان ساپکو د دغه هېواد د ګانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي ساپکو د سه شنبې په ورځ (جنوري۲۷) وویل چې له طالبانو سره سوله ستونزمنه ده او د سولې ساتل تر سولې لا ستونزمن کار دی. هغه وویل چې په دغه برخه کې د امریکا، افغانستان او نورو ایتلافیانو ګډه همکاري او د اختلافاتو ختمول خورا مهم دي.

هغه له طالبانو سره د ممکنه سولې له تړون وروسته عادي ژوند ته د دغو جنګیالیو د بېرته ګرځولو بهیر ستونزمن او له مالي پلوه ګران وباله.

د سیګار مشر وویل: "موږ د پخوانیو جنګیالیو د ادغام په اړه د تجربو راپورونه ورکړي دي. موږ نشو ویلی چې ۸۰زره طالبان او د هغوی کورنۍ دې په یوه شپه کې بېرته له افغان ټولنې سره ګډ او یو ځای کړل شي. باید د دغه کار لپاره پلان جوړول پیل شي."

نوموړي وویل چې له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته هم افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

هغه همدغه راز له افغانستان سره د متحدو ایالتونو د کېدونکو مرستو یادونه هم وکړه او وویل چې باید په دغه برخه کې قوي نظارت موجود وي.

هغه وویل د ښاغلي ټرمپ اداره باید پوهه شي چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره څومره مرستې کیږي او څنګه د دغه بهیر څار وکړي.

د سیگار مشر خبرداری ورکړ که د مرستو دقیق څار او ازرونه ونشي دا مانا لري چې دا ټول ډالر او یورو د "کابل ښار د مسعود په څلور کې پنډ او په اور کې سوځول کیږي".

نوموړي همدغه راز پر افغان ځواکونو هم انتقاد وکړ چې تهاجموي اقدامات نکوي او په خبره یې همدا علت دی چې د اورپکو عملیات زیات شوي دي. د کانګرس غړو له ښاغلي ساپکو څخه پوښتنې کولې او هغه یې ځوابونه ویل.

نوموړي داسې مهال په افغان ټولنې کې د طالبانو د نوي ادغام خبره کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او داسې ویل کیږي چې تړون ته نژدې شوي دي.