شاته

ټرمپ: بیت المقدس به د اسرائیل پایتخت پاتې شي

د امریکا ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ ( جنوري ۲۷) د اسرائیلو او فلسطین په اړه د نوې پلان جزییات اعلان کړل.

د ټرمپ دغه نوی پلان د فلسطیني دولت د جوړولو غږ کوي او دا هغه عمده موضوع ده چې فلسطیني مشران د اوږدې مودې راهیسې ددې شخړې د پای رسیدو لپاره د "دوو جلا دولتونو" په حل لاره ټینگار کوي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د اسرائیل او فلسطین د سولې لپاره د هغه وړاندیز شوې طرحه کې بیت المقدس د "نه ویشل شوي" پایتخت په توگه د اسرائیل پایتخت پیژندل کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې فلسطینیان د بیت المقدس ختیځه برخه د فلسطیني هیواد پایتخت گڼي.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ جنورۍ ٢٨ په سپینه مانۍ کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره په گډه وینا کې خپله طرحه د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره تر ټولو پراخه طرحه وگڼله.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې "دغه طرحه د پخوانیو طرحو سره زیات توپیر لري او په پوره جزییاتو تر ټولو کامله طرحه ده...زیادې طرحې موجودې وې چې یو د بل پسې ماتې شوې، ځکه چې په هغو کې انډول نه مراعت شوی."

ښاغلي ټرمپ وویل نن د سولې په لور ستر گام اوچتیږي، او ټینگار یې وکړ چې د هغه طرحه د سولې لپاره د فلسطینیانو وروستی فرصت دی.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د فلسطین خلک د ښه ژوند مستحق دي. هغه وویل: "فلسطینیان د تروریزم، فقر او تاوتریخوالي په کړۍ کې گیر پاته دي او یو شمیر کسان ددې وضعیت څخه د ترهگرۍ د رامنځ ته کیدو لپاره گټه اخلي."

هغه وویل چې ددې طرحې په پلي کیدو سره به فلسطینیان وکړای شي یوه با وقاره او ځان بسیا راتلونکې ولري او د اسرائیل په گاونډ کې د فلسطین په هیواد کې په سوله کې ژوند وکړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د ښاغلي ټرمپ له طرحې نه په تود هرکلي سره وویل: "په راتلونکو لسیزو او قرنونو کې به دغه ورځ د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ ٢٨ یاده شي...چې په هغه کې تاسو د اسرائیل او فلسطین د سولې لپاره یوه واقعبینانه حل لاره پیشنهاد کړه."

خو د فلسطین مشرانو دا طرحه غندلې او ویلي دي چې دا "طرحه په نطفه کې ناکامه" ده. د فلسطین د خپلواکې ادارې صدراعظم محمد اشتیه ویلي دي چې دا طرحه د بین المللي قوانینو خلاف ده او د فلسطینیانو حقوق په کې له پامه غورځول شوي چې د اسرائیل غوښتنې ومنل شي.

ښاغلي اشتیه وویل: "دا معامله، چې په بیت المقدس کې د پلازمینې د لرلو لپاره او خپلو سیمو ته د فلسطيني کډوالو د بېرته ستېدو لپاره د فلسطینیانو حقونه سلبوي، په سیمه کې د ستونزې د حل لپاره هېڅ لنډ مهال حل نلري. دا طرحه داسې یو کس وړاندې کوي چې په یوې جدي او واقعې پروسې کې د یو صادق منځګړي په توګه یې خپل اعتبار ختم کړی دی."

د ټرمت د طرحې خلاف غبرګونونه:

د حماس ډلې یو چارواکي سمیع ابوظهوري د ټرمپ د طرحې په غبرګون ویلي چې دا طرحه په سیمه کې تاوتریخوالی زیاد کړي.

هغه وویل: د ټرمپ بیانیه بې معنی ده او بیت المقدس به تل لپاره د فلسطین یوه برخه وي.

په فلسطین کې ددغې طرحې خلاف خلکو لاریون وکړ، سړکونو ته ووتل او د ولسمشر ټرمپ ضد شعارونه یې ورکړل.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم ویلي چې د ټرمپ طرحه به "د تاریخ د کثافاتو کڅوړې" ته وغورځول شي.

په لبان کې د حزب الله ډلې هم د ټرمپ لخوا وړاندې شوې د سولې طرحه د شرم معامله بللې او ویلي یې دي چې دا یو ډیر خطرناک ګام دی او په سیمې باندې به ډیر منفي اغیز ولري.