شاته

'طالبانو غزني کې د غورځېدلې الوتکې ځای ته د افغان قواو د ورتګ مخه نیولې'

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په ده یک ولسوالۍ کې د غورځېدلې الوتکې د لوېدو سیمې ته د افغان سرتېرو د ورتګ مخه نیولې ده.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي نن سې شنبه د «سلواغې پر ۸مه» امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د پېښې ځای ته پر لار او غورځېدلي الوتکې ته نژدې ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته د امنیتي سرتېرو د ورتلو هڅې یې پيل کړي دي.

بلخوا د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ هم امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو په ده یک ولسوالۍ کې د غورځېدلې الوتکې د پېښې ځای ته د وروانو امنیتي سرتېرو پر موټریز کاروان باندې برید کړی دی.

هغه په دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د غزني امنیه قوماندان بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه الوتکه کې څلور تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان و چې اوس ورک دي.

هغه ویلي: "زموږ د معلوماتو له مخې، دلته څلور جسدونه دي او دوه نور ژوندي او ټپیان دي چې اوس ورک شوي دي."

وردګ دغه اژانس ته هم ویلي چې وسله والو طالبانو دغه ځای ته د افغان سرتېرو د ورتګ مخه نیولې ده، خو زیاته کړې ده چې هڅه کیږي د هوايي ځواک له لارې دغه ځای ته ځان ورسوي.

د غزني چارواکو تېره ورځ هم وویل چې دغه الوتکه د طالبانو تر کنټرول لاندې د سدو په نوم سیمه کې لوېدلې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې په ده یک ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي سرتېرو برید کړی او د رحمت الله په نوم د پولیسو یو قوماندان یې وژلی دی.

د غزني چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یوه الوتکه ولوېدل چې تر ماښامه معلومه نه وه چې لوېدلې الوتکه په چا پوري اړه لري.

وسله والو طالبانو تېره ورځ پخپلې دري اعلامیې کې وویل چې دغه الوتکه د دوی لخوا سقوط شوې ده.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم تېره شپه تائید کړه چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په غزني ولایت کې غورځیدلې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لگیت د جنورۍ په ٢٧ د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه الوتکه طالبانو ویشتلې ده.