شاته

تاجکستان د اخوان المسلمین ډلې ۱۱۳ مشکوک غړي ونیول

د تاجکستان حکومت د سه شنبې په ورځ جنورۍ ٢٨ د اخوان المسلمین ډلې د غړیتوب په تور ١١٣ تنه نیولي دي. د اخوان المسلیمن سخت دریځه اسلامپاله ډله په منځنۍ اسیا کې غیر قانوني اعلان شوی ده.

د تاجکستان لوی څارنوال یوسف رحمن وویل چې دغه کسان د روانې میاشتې په ترڅ کې نیول شوي چې د هغوی په ډله کې دوه بهرنیان، یو د ښاروالۍ چارواکی او ٢٠ تنه د پوهنتون استادان شامل دي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د منځنۍ اسیا دغه هیواد چې اکثریت ولس یې مسلمانان دي، پدې وروستیو کلونو کې اسلامپاله مذهبي اپوزیسیون ځپلی او د تاجکستان اسلامي گوند یې بند کړی او ددې گوند مشران یې د کودتا کولو په دسیسه تورن کړي دي.

تاجکستان همداشان اسلامپاله ډلې او په ځانگړې توگه د اسلامي دولت د ډلې یا داعش ډله پدې هیواد کې په بهرنیو سیلانیانو باندې په مرگونو بریدونو او د سرحدي قواو په وژلو تورن کړي دي.

د اخوان المسلیمین ډله څه دپاسه ٩٠ کاله مخکې په مصر کې رامنځ ته شوې او په هغه هیواد کې ځپل شوې خو بیا هم په ټول منځني ختیځ او یو شمیر نورو هیوادونو کې شبکې لري چې یو شمیر یې په مستقیمه ددغه ډلې سره تړلې دي.

د څو استبدادي مطلقه عربي دولتونو په گډون د اخوان المسلمین د ډلې مخالفین وایي دا یوه خطرناکه تروریستي ډله ده چې باید وځپل شي. خو دغه نهضت وایي چې دوی څو لسیزې مخکې په ښکاره تاوتریخوالی غندلی او د سوله ییزو لارو چارو اسلامي مبارزه پرمخ بیایي.