شاته

د اسرائیل-فلسطین د "پېړۍ معامله"؛ ټرمپ یې جزییات خپروي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ به د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې د طرحې جزییات چې د "پېړۍ معامله" بلل شوې، په ډاګه کړي.

د دغې طرحې په اړه لا ډېر جزییات خپاره شوي نه دي، خو ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به نن سه شنبه (جنوري۲۶) په سپینې مانۍ کې په دې اړه معلومات ورکړي.

د ټایمز مجلې د یوې اسرائیلي رسنۍ په حوال لیکلي دي چې دا تر دې دمه تر ټولو "غني طرحه ده" چې اسرائیل ته وړاندې کېږي.

راپورونه وايي چې دغه طرحه به اسرائیل ته اجازه ورکړي چې په لویدیځې غاړې کې ټول یهود مېشتي ښارګوټي په خپل قلمرو کې داخل کړي. پر دې سربېره په دغې طرحې کې اسرائیلو ته د بیت المقدس د "مطلق حاکمیت حق" هم ورکړل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ډېرو عربو هېوادونو دغه طرحه منلې ده.

ښاغلي نتنیاهو د دغې طرحې تر اعلان مخکې د ولسمشر ټرمپ مننه وکړه او وویل: "باید ووایم چې د پېړۍ معامله یو فرصت دی چې په یوې پېړۍ کې به ترلاسه شي او موږ به یې نه ردوو."

خو د فلسطین مشرانو دا طرحه غندلې او ویلي دي چې دا "طرحه په نطفه کې ناکامه" ده. د فلسطین د خپلواکې ادارې صدراعظم محمد اشتیه ویلي دي چې دا طرحه د بین المللي قوانینو خلاف ده او د فلسطینیانو حقوق په کې له پامه غورځول شوي چې د اسرائیل غوښتنې ومنل شي.

ښاغلي اشتیه وویل: "دا معامله، چې په بیت المقدس کې د پلازمینې د لرلو لپاره او خپلو سیمو ته د فلسطيني کډوالو د بېرته ستېدو لپاره د فلسطینیانو حقونه سلبوي، په سیمه کې د ستونزې د حل لپاره هېڅ لنډ مهال حل نلري. دا طرحه داسې یو کس وړاندې کوي چې په یوې جدي او واقعې پروسې کې د یو صادق منځګړي په توګه یې خپل اعتبار ختم کړی دی."

ایران دا طرح رد کړې او هغه یې ناکامه بللې ده. ایران وايي باید هلته یوه ټولپوښتنه وشي چې په کې ټول فلسطینینان- مسلمانان، یهودیان او مسیحیان- د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړې ده چې بلاخره به فلسطینیان دا طرحه ومني.