شاته

ټرمپ او نتنیاهو د اسرائیل او فلسطین تر منځ په سولې بحث کوي

ټاکل شوې چې د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو به نن د دوشنبې په ورځ (جنوری ۲۷) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینې ماڼۍ کې وګوري.

داسې انګیرل کیږي چې په دغې کتنې کې به ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او فلسطین تر منځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه د یوې طرحې جزیات شریک کړي.

ټاکل شوی چې دغه جزیات به د دواړو هیوادونو تر منځ په یو ګډ کنفرانس کې وړاندې کړل شي.

د اسرائیل صدراعظم پرون وویل چې په تیرو ۳ کلونو کې یې له ولسمشر ټرمپ سره د سولې، امنیت او ګډو علایقو په اړه ډیر ځلې خبرې کړي دي.

ویل کیږي چې په دغې لیدنه کې به د نتنیاهو سیاسي رقیب بیني ګانتز هم برخه واخلي.

اسرائیلي چارواکو ددغې طرحې هرکلۍ کړی، خو بلخوا بیا فلسطیني چارواکو هغه رد کړې او د طرحې ټولې برخې یې د اسرائیل په ګټه او یو اړخیزه بللي دي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه طرحه هیڅ یو فلسطیني ته د منلو وړ نه ده.

ولسمشر ټرمپ دغه طرحه د "پیړۍ تر ټولو ستره معامله" بولي، سره له دې چي د هغه د کاري دورې درې کلونو له تیریدو وروسته لا هم د دغې طرحې جزیات پټ پاتې شوي دي.