شاته

امریکايي چارواکو تایید کړه چې غزني کې یې الوتکه لوېدلې ده

امریکايي چارواکو تایید کړې چې د امریکا د پوځ یوه وړهالوتکه د دوشنبې په ورځ غزني ولایت کې لوېدلې ده.د رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی ویلي، ګومان کیږي چې په دې الوتکه کې به لس تنه سپاره وو. 

د امریکا د هوايي ځواک قومندان جنرال ډیویډ ګولډفین د دوشنبې په ورځ په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل، ددې E-11A الوتکې د عملې د وضیعت په اړه معلومات نه لري. نوموړې د پېښې په اړه ډیر جزییات هم نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت هم ازادي راډیو ته په یو ایمیل کې په غزني کې ددې امریکايي الوتکې سقوط تایید کړی خو د پېښې د څرنګوالې او مرګ ژوبلې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

بل خوا د جرمني خبري اژانس د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر له خولې ویلي له وضیعت خبر دی خو دا مهال د ویلو لپاره نور څه نه لري.

طالبانو ادعا کړې چې دا الوتکه دوی نسکوره کړې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره یوه شریکه کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته یې د غزني د ده یک ولسوالۍ په سدوخیلو سیمه کې د امریکا هغه الوتکه نسکوره کړې چې دده په وینا په سیمه کې په استخباراتي ماموریت بوخته وه. نوموړې همدارنګه ادعا کړې چې په دې پېښه کې د امریکا د استخباراتو لوړ پوړي چارواکي وژل شوي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لیګیټ تیره شپه پر خپل ټویټر د طالبانو ادعا رد کړه او ویې ویل په داسې حال کې چې د الوتکې د نسکوریدو د سبب په اړه څیړنې پیل شوي خو تر اوسه داسې هیڅ شواهد نه شته چې ګوندې دا الوتکه د ”دښمن په ډزو “نسکوره شوې وي.

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د یو لوړپوړ دفاعي چارواکي له خولې چې د نوم یادونه یې نه ده شوې په الوتکه کې د لوړ رتبه امریکايي افسرانو موجودیت رد کړی دی.

طالبان او د الوتکو د نسکورولو وړتیا

طالبان څومره د پوځي الوتکو د نسکورولو وړتیا لري؟ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخواني سلاکار امین الله حبیبي ددې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

” هغه پوځي الوتکې چې له بیلابیلو سیمو تیریږي او هوايي ډګر ته نژدې نه وي، په لوړه ارتفاع کې الوتنې کوي چې ښايي وسلوال یې د نسکورولو وړتیا ونه لري. ښايي ددې کار لپاره ټیکنالوژي او پرمختللې وسلې ونه لري. “

په سیمه کې دوه جسدونه

د دوشنبې د ورځې په ناوخته په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وتوانیده د طالبانو تر ولکې لاندې هغې سیمې ته ورشي چې داالوتکه په کې غورځېدلې ده. نوموړی وايي، سیمه کې یې د الوتکې سوزیدلې ټوټې او لږ تر لږه دوه جسدونه لیدلي.

په سیمه کې ځینو کسانو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډیو خبریال ته ویلي، ګومان کیږي چې څلور تنه په الوتکه کې له نسکوریدو وروسته ژوندي وتلي خو برخلیک یې نه دی څرګند.

طالبان د غزني ولایت پر پراخه سیمه واک لري.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر تر غزني وروسته د پکتیکا مرکز ښرنې ته نژدې هم دده په وینا د ” مزدورو عسکرو “ دیوې پوځي هیلوکوپټرې دنسکوریدو ادعا کړې، چې په وینا یې په بشپړه توګه ویجاړه شوې او په کې سپاره وژل شوي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لیګیټ په پکتیکا کې د طالبانو له خوا د هیلوکوپټرې د نسکورویدو ادعا رد کړې . د پکتیکا سیمه ایزو چارواکو تیره شپه د پېښې په اړه ناخبرې وښوده.

د طالبانو ادعا او د سولې پر خبرو یې اغیز

طالبان په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې د نسکورولو ادعا په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي له اوږدې مودې راهېسې له امریکايي لوري سره د سولې یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره په بحثونو او خبرو اترو بوخت دي.

یو نیمه اونۍ مخکې د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک او مراسمو په اړه غږیدلي دي.

په عین حال کې د طالبانو په حواله راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې دې ډلې له امریکايي مرکچیانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو هم موافقه کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني سلاکار امین الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل، که چیرې ثابته شي چې په غزني کې غورځېدلې امریکايي الوتکه ريښتیا هم طالبانو نسکوره کړې، نو په قطر کې د سولې پر روانو خبرو اترو اغیز کولی شي.