شاته

له چین څخه افغانستان ته د پروازونو بندېدو غوښتنه

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف په کابل کې د چین له سفیره غوښتي چې له هغه هیواد څخه افغانستان ته راتلونکو سوداګریزو شرکتونو استازو او افغانانو ته د پرواز اجازه ورنه کړي.

ښاغلی فیروز پر داسې مهال له چین څخه افغانستان ته د راتلونکو افغانانو د سفر د بندېدو غوښتنه کړې ده چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د کورونا ویروس له امله لسګونه چینايي وګړي مړه شوي دي.

د چین او افغانستان ترمنځ ګن شمېر افغان او چینايي سوداګر تګ راتګ کوي او ترڅنګ یې یو شمېر افغان کورنۍ او محصلین هم په دغه هیواد کې مېشت دي.

د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۷مه» د عامې روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ډاکټر فیروز الدین فیروز له قوله راغلي:"د وضعیت تر ښه کېدو پوري د سوداګریزو شرکتونو استازو او یو شمېر هغه افغانان چې په دې وروستیو کې دغه هیواد ته تللي، هغوی ته افغانستان ته د پرواز اجازه ورنه کړئ."

د افغانستان د روغتیا وزیر د چین له سفیر سره ټلیفوني خبرو کې د دغه هیواد په ووهان او نورو ښارونو کې د مېشتو افغانانو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له نوموړي غوښتي چې د هغوی روغتیا ته لازمه توجه وکړي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو هم پر خپل ټوېټر ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د یاد ویروس د داخلېدو په مخنیوي کې به لازمه همکاري وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د چین حکومت به په ووهان ښار کې د ۶۲ افغان محصلینو روغتیا ته هم لازمه پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزرات د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف د افغانستان د څو ښارونو په هوايي ډګرونو کې په احتیاطي ډول څو روغتیايي ټېمونه په کار ګمارل شوي چې هیواد ته د راتلونکي کسان معاینه کړي.

د غه وزارت پخپلې اعلامیې کې ویلي چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کورونا ویروس هیڅ علایم نه دي ثبت شوي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې له یاد ویروس څخه د مخنیوي په هدف یې په چین هیواد کې د مېشتو افغانانو د ژغورلو هڅې پيل کړي دي.

دغه وزارت په چین کې افغان سفیر ته سپارښتنه کړې وه چې په له ووهان ښار څخه د ۶۲ افغان محصلینو د ایستلو په اړه هم جدي تدابیر ونیسي.

تبه، ټوخی او نفس تنګي د دغه ویروس له علایمو څخه ګڼل کیږي.