شاته

واشنگټن له بغداد نه غوښتي چې په عراق کې امریکا دپلوماتیک تاسیسات وساتي

په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې د راکټي برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له عراق وغوښتل چې خپلو ژمنو ته پام وکړي او د امریکا دپلوماتیک تاسیسات وساتي.

امریکایي پوځیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د یکشنبې په ماښام (جنورۍ ٢٦) پنځه روسي کاتیوشا توغندي د بغداد پر "ګرین زون" چې د امریکا سفارت هم په کې موقعیت لري توغول شوي دي.

د اسوشیتدپرس اژانس په بغداد کې د امریکا د سفارت د دوو کارکوونکو له قوله رپوټ ورکړی چې یو راکټ د سفارت په ساحه کې دننه په یو رستوران لگیدلی چې په کې د سفارت یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

د سفارت دغو دوو کارکوونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي د خپل ټپي شوي همکار د هویت او دا چې هغه څومره ټپي شوی جزییات نه دي ورکړي.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي ددغه بریدونو د غندنې په ترڅ کې ویلي چې د عراق حکومت پدې هیواد کې د دپلوماتیکو ماموریتونو ساتنې ته ژمن دی.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ٢٠١٩ کال د سپتمبر راهیسې تر اوسه په عراق کې پر امریکایي اهدافو باندې د ایراني ملیشو او یا د هغو ملیشو له خوا چې ایران یې ملاتړ کوي ١۴ بریدونه شوي دي.

په بغداد کې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کیدو وروسته په عراق کې پر امریکایي اهدافو باندې بریدونه زیات شوي دي. یواځې په روانه میاشت کې په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې درې ځلې راکټونه ورول شوي دي.

ایران د قاسم سلیماني د وژنې په غبرگون کې د عراق پر دوو پوځي اډو باندې چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي، بالستیک میزایل وتوغول او د ٢٠١٩ کال د دسمبر په ٣١ نیټه، هغو ملیشو چې ایران یې ملاتړ کوي په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید وکړ.