شاته

ایران د ښځو د فوټسال په سیالۍ کې افغانستان ته ۱۶-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه سیالیو په اوږدو کې پرون شنبه د (د سلواغې ۵مه) د ایران سره سیالۍ کې کلکه ماتې منلې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې پرونۍ لوبه ۱ پر ۱۶ ګولونو د ایران به ګټه پای ته ورسېده.

له دې مخکې وړمه ورځ افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبې کې هم د قرغزستان مقابل کې ۳ پر صفر ګولونو ماتې منلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي له دې لپاره چې دا د افغانستان د لوبډلې لومړنۍ بهرنۍ لوبې دي او دوی دننه هېواد کې د ځینو محدودیتونو سره مخامخ دي نو د ډېر ځلېدو تمې ترې ندي.

دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۴ نه تر ۲۹ نېټې پورې د افغانستان په شمول د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هیواد تاجکستان لوبډلې سره سیالۍ کوي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله نن له ازبکستان لوبډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان لوبډلې دوه نورې لوبې د راروانې سه شنبې په ورځ له تاجکستان او وروستۍ لوبه د چهارشنبې ورځ ترکمنستان سره ده.

دغه سیالۍ په امتیازي ډول دي او په پای کې هغه لوبډله د سیالیو ګټونکې بلل کیږي چې تر ټولو ډېرې نمرې یې ګټلي وي.

په لیست کې ایران تر ټولو مخکښه لوبډله ده. د تېرې جمعې په ورځ ایران د تاجکستان لوبډلې ته هم صفر د ۱۵ ګولونو په مقابل کې ماتې ورکړه.