شاته

غني امریکايي چارواکو ته: ټول افغانستان کې دې اوربند وشي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت له نوي شار‌ژدافیر راس ویلسن او په دغه هېواد کې د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو له قوماندان سکات میلر سره په ملاقات کې ټېنګار کړی دی چې باید په ټول افغانستان کې دې اوربند وشي.

د جمهوري ریاست یوه اعلامیه وايي دغه ملاقات د شنبې په مازدیګر( جنوري۲۵) په ارګ کې وشو او ښاغلي میلر قطر ته د خپل سفر او هلته یې له طالبانو سره یې د خبرو په اړه هم ولسمشر غني ته معلومات ورکړل او وویل چې مذاکرات اوس هم روان دي.

د ښاغلي میلر له خولې ویل شوي دي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته ورغلی دی او خپل معلومات به له افغان حکومت سره شریک کړي.

د امریکا شارژدافیر ویلسن تازه کابل ته تللی او هغه کابل ته له رسېدو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې د افغانستان سوله او انتخاباتي مسایل یې په لمړیتوبونو کې دي.

ښاغلي غني داسې مهال په ټول افغانستان کې په سراسري اوبند ټېنګار کړی دی چې اسوشتدپرس په یو راپور کې ویلي چې طالبانو په خپل ویبسایټ کې په یوې تبصرې کې لیکلي دي چې د "تاوتریخوالي د کمولو"په اړه د امریکا له غوښتنو په تنګ شوي دي. په راپور کې راغلي وو سره له دې چې طالبانو ښاغلي خلیلزاد ته د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه، خو د راپور په اساس هغه د "افغان حکومت له لوري د نورو ضمانتونو غوښتنه"کړې ده.

تر دې مخکې افغان حکومت انتقاد کړی و چې د "تاوتریخوالي کمول هېڅ" مانا نلري او باید په خبرو کې د اوربند مسئله واضحه او ښکاره شي.

ولسمشر غني هم له سي ان بي سي تلویزوني شبکې سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالې ختمول غواړي.

هغه وویل: "د طالبانو ځواکونه منفي او د تاوتریخوالي زېږنده دي. ټولنې دا مسئله درک کړې دې او باید دا وضعیت ختم شي."

د ښاغلي غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله بیخي یوه ګونګه مسئله ده، دا په دې مانا ده چې د ورځې به لس بریدونه نه کیږي، پنځه به کیږي او یا لس کسان به نه وژل کیږي؟ پنځه به وژل کیږي؟ موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمول غواړو. "

د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د "تاوتریخوالي کمول" یوه بې مانا خبره بللې ده. د جنوبي اسیا لپاره د دغه سازمان مسول عمر ورایچ وویل: "په هغو جګړو کې چې پر ملکیانو په کې بریدونه کیږي، د تاوتریخوالي د کمولو اصطلاح بې مانا ده.