شاته

د ناکامورا یاد او څو نورې خبرې

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالي کې د یوه پلار او د هغه د لور د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لومړی د پېښې جزییات څرګند شوي او په ولسي جرګه کې د کندهار د یوه استازي خلیل مجاهد په قول ویل شوي چې اوولس کلنې نجلۍ خپل کور ته نژدې په کرونده کې د شپې د ډوډۍ لپاره سبزي ټولوله چې عسکرو وویشته.

خو د پېښې په سبا چې د نجلۍ پلار مړی د خپلې لور د شکایت لپاره د امنیتي ځواکونو اډې ته یووړ هغه یې هم وویشت.

وروسته د دې کورنۍ خپلوان د اعتراض په دود اډې ته لاړل او له هغو یې د علت پوښتنه وکړه مګر په اډې کې مېشتو ځواکونو پرې ډزې وکړې او د نجلۍ تره یې ټپي کړ.

د افغانستان د ملي امنیت له خاصو قطعو په ځلونو د ملکي وګړو د وژلو شکایتونه شوي دي.

د افغانستان په اړه کانګریس ته د پینتاګون پر شپږ میاشتني راپور هم ډېرو ورځپاڼو لیکنې خپرې کړي دي.

واشنګټن ایګزامینر په دې اړه لیکلي چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره امریکا او د متحدو ایالتونو د متحدانو له ملاتړ سره سره یاغي او تروریستي ډلې لا هم په افغانستان کې یوه ننګونه ده.

په دې راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت او د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د بېلابېلو نفوذلرونکو رول ته کتنه شوې او په یوه برخه کې یې راغلي چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې په تاوتریخوالی کې هیڅ کموالی رانغی.

په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکتر تیڅو ناکامورا په یاد پرون (شنبه) په جاپان کې مراسم جوړ شول.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې مراسمو کې، چې ناکامورا ته د درناوي لپاره جوړ شوي وو، نژدې ۵ زره تنو برخه اخیستې وه.

ناکامورا د تېر میلادي کال د دسمبر په څلورمه په جلال اباد کې ووژل شو.

د جاپان ټایمز له مخې، په مراسمو کې، چې د فوکوکا ښار په سینان ګاکوین پوهنتون کې ترتیب شوي وو، د ناکامورا ۳۶ کلن زوی کین ناکامورا وویل«زموږ کورنۍ هماغسې چې زما پلار هیله لرله، ارزو لري چې ټول افغانستان ښېراز او زرغون شي.»

ناکامورا څو کلونه ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې طبي خدمات وړاندې کړل خو له دوه زرم میلادي کال را په دې خوا یې په ننګرهار کې د اوبو په بندونو، د ونو په کېښودلو او د مځکو پر خړوبولو کار کاوه.

د ناکامورا په یاد په مراسمو کې، چې د نوموړي له مړینې کابو دوې میاشتې وروسته جوړ شول، په جاپان کې د افغانستان سفیر بشیر محبت هم برخه لرله.