شاته

په ۱۴ولایتونو کې د استېناف غوښتنې اعتراضونه څیړل شوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د دوې په مرکزي دفتر کې د استنېافي اعتراضونو تصنیف بندي به ترراتلونکو څو نورو ورځو هم ادامه ولري.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر د شنبې په ورځ جنوري ۲۵ مه «سلواغې پنځمې» امریکا غږ اشنا ته وویل چې تر دا مهاله په ۱۴ ولایتونو کې د استېناف غوښتنې اعتراضونو څیړنه او تصنیف بندي پای ته رسېدلې ده.

ښاغلي الیاسي زیاته کړه: "د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځې په عملي توګه دغه موارد پیل شو او تر ۱۲ ورځو وخت لرو، زموږ همکاران تر دا مهاله توانیدلي دي ۱۴ ولایتونه تصنیف بندي کړي، خو په ډیرو ولایتونو کې ډیر کار پاتې دی چې په یو شمیر ولایتونو کې تصنیف بندي پاتې ده."

په همدې حال کې د دغه کمېسیون یو بل کمېشنر قطب الدین رویدار امریکا غږ اشنا ته وویل چې د استېنافي اعتراضونو په تصنیف بندي او څیړلو کار یې ګړندی کړی او شاید تر راتلونکونو دوو یا دریو ورځو پورې پای ته ورسیږي.

ښاغلي رویدار زیاته کړه چې د شکایتونو کمېسیون به د اعتراضونو له تصنیف بندۍ وروسته خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

د کمېسیون دغه غړي وویل، چې تر دا مهاله په پنجشیر او جوزجان ولایتونو کې یاده پروسه پای ته رسېدلې او په پام کې ده دوی یې په اړه پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تیره اونۍ اعلان وکړ چې استېنافي شکایتونو ته د رسیدنې لپاره یې کار پیل کړی دی او دغه اعتراضونه د غیر بایومیتریک رایو کارولو، مشکوکو رایو، له اصلي وخته بهر د رایو استعمال او یو شمیر نورو مواردو په اړه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې شپږ زره او ۲۹۰ استېنافي اعتراضونه ثبت شوي دي. دغه اعتراضونه په ۲۹ ولایتونو کې ثبت شوي دي.