شاته

د عراق پوځ د مظاهره کوونکو خیمې وسوځولې او له سړکونو یې وشړل

د عراق امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (جنوري۲۵) د حکومت ضد مظاهره کوونکو خیمې وسوځولې او د بغداد له مهمې څلور لارې څخه یې وشړل.

مظاهره کوونکي له څو میاشتو راهېسې دلته راټول شوي وو. امنیتي ځواکونو له هغه څو ساعته وروسته دا اقدام وکړ چې د دغه هېواد افراطي روحاني مشر مقتضی الصدر اعلان وکړ چې نور د عراق د ځوانانو د غورځنګ ننګه نکوي.

خو مقتضی الصدر نور اعتراضونه پیل کړي او له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

د عراق امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره له لرګیو، اوښلن کازونو او نورو وسایلو کار واخیست. د روغتون چارواکي وايي چې د مظاهره کوونکو د شړلو او خواره واره کولو پر مهال ۱۹ تنه ژوبل شوي دي.

په عراق کې لسګونه زره خلکو د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د عامه خدمتونو د کموالي، اقتصادي وضعیت د خرابوالي، کاري زمینو د نشتوالي او په حکومت کې د فساد پر ضد مظاهرې پیل کړي.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ووژل شول. مظاهره کوونکي عراقي ځواکونه تورنوي چې پر مظاهره کوونکو یې ډزې کړي او هغوی یې وژلي او ژوبل کړي دي.