BBC
 شاته

د بښنې نړیواله ټولنه: د تاوتریخوالي هېڅ کچه د منلو نه ده

د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي. دې ټولنې په یوه ویناپاڼه کې پر امریکا او طالبانو غږ کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې باید دا ژمنه وکړي، چې د جګړې قوانینو ته به غاړه ږدي او پر ولسي وګړو به هر ډول بریدونه دروي.