شاته

امرالله صالح: د دوحې مذاکرات د طالبانو او افغان ملت جګړه پای ته نه‌رسوي

امرالله صالح وايي چې په دوحه کې د سولې روانې خبرې د افغان ملت او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته نه‌شي رسولای.

یو شمېر افغان سیاسي فعالانو د افغانستان د خلکو د سولې په اړه د نظر پوښتنې د راپور د غونډې په څنډه کې چې د "جګړې او سولې انسټټیوټ" له لوري جوړه شوې وه، د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه څرګندونې وکړې.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال او سیاستوال امرالله صالح وویل چې ممکن د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، خو دغه خبرې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ روانه جګړه پای ته نه‌شي رسولای.

د ښاغلي صالح په خبره طالبان د قومي مشرانو او خلکو د قتل عاملین دي او باید په دې اړه ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او امریکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ۱۰ پړاو خبرو وروسته د خبرو نوی دور پیل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او امریکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ۱۰ پړاو خبرو وروسته د خبرو نوی دور پیل کړی.

ښاغلي صالح وویل: "ممکن دی، احتمال لري، شاید په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي، ولې هېڅ امکان نه‌لري چې په دوحه کې مذاکرات د طالبانو او افغان ملت ترمنځ جګړه ختمه کړي."

په ورته وخت کې د طالبانو د دورې وزیر معتصم اغاجان په دغې غونډه کې وايي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې غاړې دې هر څه هېر کړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه دې فکر وکړي.

ښاغلي اغاجان وویل: "په دغه ناسته کې چې موږ او تاسې یو د جرګې، مجلس، د ستونزو د حل، سولې او په افغانسان کې د سراسري امنیت او ثبات غونډه ده، نو باید موږ له بدو څرګندونو اجتناب وکړو."

د ښاغلي اغاجان په وینا د غچ اخیستو حس د افغانستان روانه جګړه نه‌شي ختمولای.

بل‌خوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې چې د دغې غونډې ګډونوال و وايي، دوی له طالبانو سره د سولې هر ډول هوکړې په لټه کې نه‌دي.

د ښاغلي کې په وینا دوی د داسې هوکړې په لټه کې دي چې په هغه کې ولسواکي، د ښځو او بشر حقونو ته احترام وشي.

ښاغلی کې زیاتوي: "موږ په دې هڅه کې نه‌یو چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه وکړو. موږ د یو تل‌پاتې سولې غوښتونکي یو. داسې هوکړه چې په هغه کې ډیموکراسي، د ښځو حقونو او د بشر حقونو ته احترام وشی."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، هر څومره چې ژر کېږي، باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي، ناټو د افغان ځواکونو په ملتیا دغو خبرو ته شرایط چمتو کولای شي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په قطر کې د سولې روانې خبرې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه مساعدوي او د افغانستان حکومت اوس هم د سولې په خبرو کې په اوربند د لومړي شرط په توګه ټینګار کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل: "په هر حالت کې د دوحې مذاکرات د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تسهیل کوونکی دی، خو د موږ د خبرو د پیل لپاره لومړی شرط اوربند دی، ترڅو موږ به رښتیا د افغانانو ترمنځ د سولې خوا ته ولاړ شو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او امریکا د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ۱۰ پړاو خبرو وروسته د خبرو نوی دور پیل کړی.

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي و چې له امریکا سره د سولې خبرې نهايي شوي او یوازې لاسلیک پاتې دی.