شاته

روغتیا وزارت: افغانان د ټاکلي طبي معیار دوه برابره مالګه خوري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې سروې موندنې ښيي، چې افغانان د ځینو خوراکي موادو په مصرفولو کې افراط کوي او یو شمیر نور غذایي مواد بیا له ټاکل شوي طبي معیار څخه لږ خوري.

د روغتیا وزارت په دې سروې کې د غیرساري ناروغیو عمده عوامل رابرسیره کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، چې د سروې د موندنو پر اساس د فزیکي فعالیتونو نه کول، زیات وزن، د ویني لوړ فشار، له مُسکراتو او دخانیاتو څخه استفاده هغه عوامل دي، که چیرې کنترول نه شي نو پر غیرساري ناروغیو به د زیات شمیر افغانانو د اخته کېدو لامل شي.

ښاغلي فیروز وویل: "د بېلګې په توګه د مالګې د مصرفولو اوسط هره ورځ باید تر ۵ ګرامه وي، یعنې یو کس هره ورځ ۵ ګرام مالګې ته اړتیا لري، خو په خواشینۍ سره په افغانستان کې د مالګې د استفادې اوسط حد ۱۲ ګرامه دی، مالګه د انسان د بدن لپاره یو اساسي عنصر دی، خو زیات یې زهر دي".

د افغانستان د روغتیا وزیر زیاته کړه، که مالګه له معمول حد څخه زیاته وخوړل شي، د انسان په وجود کې د زهرو په څیر کار کوي.

د نړیوالو طبي معیارونو په اساس، یو کس باید په اونۍ کې لږ تر لږه دوه نیم ساعته فزیکي فعالیتونه په ځانګړي ډول سپورت وکړي، خو د روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې د افغانستان د کلیو اوسیدونکي په ځانګړې توګه ښځې هیڅ ورزش یا فزیکي فعالیت نه کوي.

د روغتیا وزیر وویل، چې د فزیکي فعالیتونو نه کول د وزن د زیاتوالي او د شکرې د ناروغۍ لامل کېږي، چې پر وینا یې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو کچه په ښځو کې ۲۱ فیصده او په سړیانو کې ۱۴ فیصده ده.

د تازه ترکاریو خوړل یو له بلو هغو مسایلو څخه ده چې روغتیا د وزیر پر وینا، په مستقیمه توګه په غیرساري ناروغیو اخته کېدو سره تړاو لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې افغانان په یوه اونۍ کې دوه ځل له ترکاریو څخه استفاده کوي، په داسې حال کې چې د نړیوالو طبي معیارونو په اساس باید یو کس هره اونۍ پنځه ورځې په خپلو خوړو کې تازه سبزي وخوري.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ټینګار وکړ، چې افغانان د غیرساري ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د مالګې، غوړیو او خوږو په مصرف کې کموالی راولي او دغه راز دې د تازه ترکاریو خوړل او د فزیکي حرکاتو ترسره کول زیات کړي.