شاته

​د نړۍ په لسگونو مشرانو د یهودانو سره د دښمنۍ د زیاتیدو خبرداری ورکړی

د نړۍ د مختلفو هیوادونو په لسگونو مشرانو د هلوکاست په نړیواله غونډه کې په نړۍ کې د یهودانو سره د دښمنۍ د زیاتیدو (یهوددښمنۍ) په اړه خبرداری ورکړ.

د نړۍ په لسگونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٣) په اسرائیل کې د هلوکاست د قربانیانو د یادښت په مراسمو کې گډون وکړ.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون، د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، او د جرمني جمهور رئیس فرانک والتر شتاین‌مایر، هم د نړۍ د یو شمیر نورو مشرانو سره یوځای پدغو مراسمو کې برخه واخیستله.

د اسرائیل جمخور رئیس رووین ریولین، پدغو مراسمو کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د نژاد پالنې، یهوددښمنۍ او سخت دریځۍ پر ضد مبارزه وکړي.

نن د پنجشنبې ورځ جنورۍ ٢٣ د جرمني د نازي رژیم له منگلو څخه د "اوسشوایتس" په نامه د یهودانو د اجباري کار د کمپ د ازادیدو ٧٥ کلیزه ده.

د جرمني نازي رژیم د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې څه دپاسه ١.١ میلیون کسان چې اکثر یې یهودان وو په پولنډ کې پدغه کمپ کې وژلي وو.

د جرمني نازیانو د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې شاوخوا شپږ میلیونه یهودان د هلوکاست په جریان کې ووژل. هالوکاست د یهودانو نسل وژنې او ډله ییز قتل ته ویل کیږي.

سږکال د هلوکاست پنځمه نړیواله غونډه ده چې په اسرائیل کې جوړه شوی. دا د اسرائیل په تاریخ کې د تر ټولو د سترې دیپلوماتیکې غونډې جوړیدل دي.