شاته

د امریکا-طالبانو تړون به افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته لار پرانیزي- کننګهم

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کننګهم نن سه شنبې د ( جنوري ۲۱ مه ) امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل هیله من دی چې د امریکا او طالبانو موافقه د افغان حکومت او طالبانو د مستقیمو خبرو د پیل لامل شي.

ښاغلي کننګهم وویل چې ددې ټولې پروسه هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیم ډول او ژر د خبرو اترو زمینه مساعده شي.

ښاغلي کنګهم زیاته کړه: "که څه هم د توافق جزیات خپاره شوي ندي خو د تاوتریخوالي کمیدل کیدای شي اوربند ته ورته وي. مهمه داده چې تاوتریخوالي ژر ختم شي او واقعي خبري پیل شي."

ددغه امریکايي دیپلومات په وینا په دې پروسه کې ټول ښکیل لوري د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتونکي دي او ټول باید د همدې هدف لپاره کار وکړي.

جیمز کننګهم څرګنده کړه امریکا، نړیوال شریکان د سیمې هیوادونه او افغان حکومت باید د یوه هدف لپاره چې د سولې د شرایطو په اړه بحث دی کار وکړي.

دغه امریکايي دیپلومات د افغانستان د ټاکنو نتیجه هم مهمه وبلله او ویې ویل د منتخب افغان حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره پکار ده چې د ټاکنو طرزالعمل تعقیب او عملي شي.

هغه وویل که څه هم د انتخاباتو د نتایجو په اړه اندیښنې موجودي دي خو دا د افغان سیاسي مشرانو مسولیت دی چې داسې یوې نتیجې ته زمینه برابره کړي چې افغانانو او نړیوالو ته د منلو وړ وي.

په افغانستان کې د امریکا دغه پخوانی سفیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په قطر کې طالب او امریکایي استازو د افغان سولې په اړه د روانو مذاکراتو په دوام او راتلونکو اقداماتو غږېدلي دي.